Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړې مراسمو پر مهال د امریکا ۴۵ ولسمشر ټرامپ وینا

ډونالډ ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه د دې هېواد کانګرس تر لوړې وروسته وینا وکړه.

ټرامپ له دې مراسمو کې وویل:«زه ډونالنډ ټرامپ لوړه کوم چې د امریکا متحده ایالاتونو دندې به په صادقانه توګه مخې ته وړم او د امریکا اساسي قانون څخه به دفاع کوم. خدای دې له ما سره مرسته وکړي.»

ده وویل:«محترم قاضي رابرټ، کارټر، کلینټون، بوش او اوباما د هېواد ولسمشرانو او د نړۍ له ولسمشرانو مننه کوم.»

ټرامپ په خپله وینا کې له پخواني ولسمشر بارک اوباما هم مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:"موږ هر څلور کاله وروسته سره راټولیږو او په سوله‎ییزه توګه د ځواک لیږد ترسره کوو. موږ له ولسمشر اوباما او مېرمنې یې میشېل اوباما څخه د دې لیږد له امله او مهربانیو له امله مننه کوو، دوی ډېر ښه وو."

ټرامپ همداراز وویل:"د نن ورځې مراسم ځانګړې مانا لري؛ ځکه چې موږ له یوه ګوند څخه بل او یا له یوې ادارې بلې ته ځواک نه لیږدوو، بلکه له واشنګټن ډي سي یې خلکو ته لېږدوو."

نوي ولسمشر همداراز زیاته کړه:«دا مراسمو د ټولو کسانو دي چې نن دلته سره راټول دي. دا ستاسو جشن دی، دا ستاسو امریکا ده، دا مهمه نه ده چې کوم ګوند ځواک لري، مهمه دا ده چې ځواک له خلکو سره دی.»

د امریکا نوي ولسمشر وړاندې وویل چې پخوانیو حکومتونو یوازې له خپل ځان څخه دفاع کړې ده، نه له خلکو. ده د جنوري شلمه د امریکا د خلکو بریا وبلله.

ښاغلي ټرمپ وویل دی د عمل سړی اوس د خبرو وخت تېر شوی. ښاغلي ټرمپ پر دې ټینګار وکړ چې د امریکا ګټې دې تر هر څه لومړیتوب ولري.

ولسمشر ټرمپ وویل "چا ته اجازه مه ورکوئ چې درته ووايي دا کار شونی نه دی. زموږ هېواد به یو ځل بیا وغوړېږي ".

ټرمپ وویل حکومت به یې د زده کړو او کاري فرصتونو ودې لپاره کار وکړي. د نوموړي په خبره د امریکا متوسط عاید لرونکو کسانو کورونه تورړل شوي دي او پر نورو نړیوالو وېشل شوي دي، هغه وویل "له ننه وروسته به له هر څه مخکې امریکا وي، یوازې امریکا! "

نوموړي خپلې وینا کې هغه ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یې له خلکو سره کړې وې.

ډونالډ ټرمپ خپله وینا پر دې خبرو پای ته ورسوله چې "دغه ټکي واورئ، له دې وروسته به تاسې هېڅکله له پامه و نه غورځول شئ ".

ده وویل:«موږ په تېرو کلونو کې د نورو اوردو پیاوړې کړه خو زموږ پوځي ځواک کمزوری شو، د نورو له پولو مو ساتنه وکړه خو زموږ ساتنه ونه شوه.»

ټرامپ په بله برخه کې وویل:«تر هغه چې ساه لرم تاسو ته به خدمت کوم، امریکا به بیا بریالۍ شي، موږ به خپلې پولې خلاصې کړو، خپلې هېلې او شته به پرانیزو. موږ به نوي تونلونه، لارې، هوايي ډګرونه جوړ کړو. موږ به دوه قاعدو څخه کار واخلو، امریکايي واخلئ او امریکايي وګمارئ. دا د ټولو هېوادونو حق دی چې له خپل حق څخه دفاع وکړي. موږ به د خپل ژوند کړنلاره ټول جهان ته ښکاره کړو، د اسلامي تندلارو ډلو پر وړاندې د جګړې د تمدنونو یووالی. باید هېڅ وېره نه وي.»

ده همداراز زیاته کړه:«زموږ پوځیان مو ساتنه کوي او تر هغه لوړ، خدای مو ساتنه کوي، موږ باید لوی فکر ولرو او لویې هېلې ولرو. د تشو خبرو وخت خلاص شو، د عمل وخت دی.»

د امریکا ولسمشر وویل:«مه هېروئ چې هم تورپوستی او هم سپین پوستی هماغه وینه په رګو کې لري چې یو هېوادپال یې لري. ملي غرور به زموږ پر پرهرونو پټۍ ولګوي. له وړو ښارونو کې ټول امریکايانو ته وایم چې تاسو به هېر نشئ.»

ټرامپ په پای کې څرګنده کړه:«موږ به بیا امریکا شتمنه، مغروره او امنه کړو او د امریکا لوی‎والی به ورته بیا راوګرځوو. مننه، خدای دې تاسو ته برکت درکړي او خدای دې امریکا ته برکت ورکړي.»

د امریکا ولسمشر، ډونالنډ ټرامپ د لوړې مراسمو پر مهال ټینګار وکړ چې د امریکا ګټې دې تر هر څه لومړیتوب ولري او امریکا به ځواکمنه کړي

شریک یي کړئ