د پاکستان سترې محکمې نن جمعه (د چنګاښ ۶ مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه هېواد لومړی وزیر نوازشریف یې بې واکه کړ.
د پاکستان د رسنیو په وینا، د دغه هېواد سترې محکمې پرېکړه کړې چې نواز شریف د مالي فساد او له مالیاتو څخه د تېښتې په تور له دندې څخه یې لیرې کړي.
د پاکستان په ځینو ښارونو کې کلکې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي ترڅو د نواز شریف د پلویانو د د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.
د پاکستان د سترې محکمې غړو د دغې پرېکړې له اعلان څخه وروسته وویل چې هغوی وتوانېدل چې د شاغلي شریف څوکلنۍ خپلسرۍ ته د پای ټکی کېږي.
د دغه رپوټ جزئیات وروسته وړاندې کېږي.