د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د پنچشنبې په ورځ په لاورپنډۍ کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د امریکايي سناټور څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
خو جنرال غفور ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت له هېڅ ترهګرې ډلې څخه ملاتړ نه کوي.
جنرال غفور له څارګرو ادارو سره د ترهګرو ډلو د اړیکو لرل د دغو سازمانونو یو عادي فعالیت وباله.
هغه څرګنده کړه:«هیله کوم چې پوه شئ، له ترهګرو سره اړیکې لرل او له هغوی ملاتړ دوه متفاوته څیزونه دي. د یوه استخباراتي سازمان نوم واخلی چې له (توندلارو ترهګرو) سره اړیکه ونهلري. هر څوک یې لري. کهچېرې دا اړیکه د ګواښ د لهمنځه وړلو لپاره یوي یو مثبت اقدام دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډنفورډ ویلي دي چې ای اس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري.
هغه څرګنده کړه چې د هغه لپاره واضح ده چې «ای اس ای»له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
ښاغلي ډنفورډ زیاته کړه:«فکر کوم چې دا زما لپاره روښانه ده چې ای اس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.»
هغه دغه څرګندونې د امریکايي سناټور جوی ډانلي د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
له دې وړاندې ښاغلي ډنفورډ ویلي وو چې امریکا له پاکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په لرلو سره له دغه هېواد سره د چلند د بدلون په هڅه کې ده.