Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاناډا د یوه جومات په برېد کې ۵ تنه وژل شوي دي

د کاناډا فرهنګي کبک ښار د اسلامي مرکز جومات کې د ماسپیښین لمانځه پرمهال د ډزو له امله ۵ تنه وژل شوي دي او څو نور ټپیان دي.

د پېښې یو شاهد وايي چې دوه وسله‎وال کسان پر کابو ۵۰ لمونځ‎کوونکو برید وکړ.

په همدې حال کې، د کاناډا پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولي دي او پلټنې ترې روانې دي.

د د برید لامل تر اوسه پورې نه دی څرګند او رسمي چارواکو هم د وژل شویو شمېر نه دی څرګند کړی.

د کاناډا لومړي وزیر، جاسټين ټروډو په خپله ټوېټر پاڼه کې دا برید غندلی دی.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د ډاډګیرنې څرګندولو سره ویلي:«نن شپه کاناډایان د کبک پر جومات د قربانیانو لپاره ویر کوي.»

د کاناډا لومړي وزیر، جاسټين ټروډو په خپله ټوېټر پاڼه کې دا برید غندلی دی او نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د ډاډګیرنې څرګندولو سره ویلي:«نن شپه کاناډایان د کبک پر جومات د قربانیانو لپاره ویر کوي.»

شریک یي کړئ