شمالي کوریا د نوي لیريواټن ویشتونکي توغندي ازمویلي سره وايي چې اوس یې ټوله امریکا په نښه کې ده او کولی شي د دغه هېواد هره برخه وولي.
د جاپاني چارواکو په وینا، د یاد توغندي لوړوالی ۳ زره او ۷۲۰ مټرو ته رسېدو او له ۴۷ دقیقې الوت وروسته د دې هېواد په اوبو کې ډوب شو.
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون ویلي دي:«د دغه توغندي ازموینه ښیې چې شمالي کوریا د دې وړتیا لري تر څو د نړۍ د وچو ویشتونکو توغندي جوړ کړي. د دې توغندي ازموینې ښکاره کړه چې امریکا متحده ایالاتونه به زموږ په نښه کې وي.»
له دې وروسته د سوېلي کوریا چارواکي د خپل دفاعي سیتسم پیاوړې کېدو په فکر کې دي او د امریکا پر همکاریو ټینګار کوي.
د دغه هېواد د ولسمشر ویاند، یونیونګ چان وايي:«ولسمشر ویلي دي چې ډېر ژر باید له امریکا متحده ایالاتونو سره د دفاعي سیستم پیاوړي کېدو، دفاعي ډال او هستوي ځواک پر پیاوړې کېدو خبرې وشي.»
په همدې حال کې امریکا وايي چې واشنګټن په هستوي وسلو سمباله شمالي کوریا نهشي زغملی.
د دغه هېواد د بهرویو چارو وزیر، رکس ټلرسن په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې د شمالي کوریا د توغندي ازمویل د ملګرو ملتونو پرېکړې تر پښو لاندې کول دي.
ده ویلي دي چې چین او روسیه باید د شمالي کوریا ګواښونو کمولو په برخه کې ګام پورته کړي.