Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمالي کوریا پر ګوام ټاپو برید څېړي

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې شمالي کوریا د چهارشنبې پر ورځ( د زمري۱۸مه) ویلي دي، په آرام سمندر کې پر ګوام ټاپو برید څېړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی وه، دا چې که شمالي کوریا یو ځل بیا د امریکا  امنیت ته ګواښ پېښ کړي، نو دا هېواد به له خاورې او اور سره یوځای کړي.

خو د شمالي کوریا مشر پر ګوام ټاپو د برید پر څېړنه بوخت دی.

که څه هم چې د ګوام ټاپو د امریکا متحده ایالاتونو پر خاوورې پورې تړاو نلري، خو دا هېواد په کې لویه د الوتکو اډه لري.

د شمالي کوریا یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا هېواد پر ګوام ټاپو د لیري واټن ویشتونکي برید څېړنه باندې بوخت دی.

خبرپانه کې راغلي دي چې دا طرحه به له څېړنې وروسته د دې هېواد لوی درستیز ته ورکړل شي او وروسته به د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون په سپارښتنه ترسره شي.

همداراز د دې هېواد بله خبرپاڼه کې راغلي دي چې که امریکا تحریک‎کوونکي ګامونه پورته کړي، نو شمالي کوریا به یې ځواب ورکړي.

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ ناندرې په داسې حال کې زیاتیږي چې تېره اوونۍ ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.

شمالي کوریا پر ګوام ټاپو برید څېړي

همداراز د دې هېواد بله خبرپاڼه کې راغلي دي چې که امریکا تحریک‎کوونکي ګامونه پورته کړي، نو شمالي کوریا به یې ځواب ورکړي

شریک یي کړئ