د سوریې په حلب ښار کې کلابند وسلهوال به دې ښاره د وتو په تمه دي. دا وسلهوال وايي چې له حلي ښاره د ملکي کسانو او ټپیانو د ویستو په اړه هوکړې ته رسېدلې دي.
د راپورونو له مخې په سوریه کې د دې هېواد ولسمشر، بشارالاسد او وسلهوالو ترمنځ مؤقتې اوربند پر اساس ټاکل شوې وه چې د ملکي کسانو لومړۍ ډله چهارشنبې سهار له دې ښاره وویستل شي.
د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، تمه ده چې دا ښار له ملکي کسانو تش شي.
ویل کېږي چې کابو ۳۰ بسونه د حلب ختیځې د دولت تر ولکې سیمه کې په تمه دي تر څو وسلهوال او ملکې کسان له دې سیمې وباسي.
له دې سیمې د وسلهوالو وتو سره به د بشارالاسد حکومت په پنځه کلنې کورنۍ جګړې کې د لومړي ځل لپاره بریا ترلاسه کړي.
د مؤقتي اوربند پرېکړه د حکومت کلک ملاتړ، روسیې او د وسلهوالو کلک ملاتړۍ ترکیې ترمنځ شوې دی.
که څه هم د سوریې پوځیانو نه دي ویلي چې د ملکي کسانو لیږد د دې هوکړې برخه ده، خو ترکیې او څو وسلهوالو ډلو ټینګار کړی دی چې دا د هوکړې برخه ده.
له بلې خوا، د وسلهوالو یوه غړي ویلي دي چې کابو ۵۰ زره په کلابند کسانو د وتو په تمه دي.