Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ خپل لوړپوړی سلاکار «اسټیو بنن» له دندې ګوښه کړ

سپنې ماڼۍ اعلان کړی چې د ډونلډ ټرمپ د دفتر رییس جان کلي او اسټیو بنن هوکړه کړې ده چې د جمعې ورځي به په سپینه ماڼۍ کې د هغه وروستۍ کاري ورځ وي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ ( دزمري په ۲۷) خپره شوې د ښاغلي بنن له کړونو د هغه د مسوولیت په موده کې ستاینه شوې ده.

رویټرز ښاغلي بنن ته د یوې نېږدې سرچینې په نقل القول سره لیکي چې بنن به«استعفا ونه کړي» او سپنه ماڼۍ به خپل ایستلو ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټامیز په پوه رپوټ کې لیکلي چې ښاغلي بنن خپله استعفا د اګسټ په ۷ مه (د زمري په ۱۶ مه) وړاندې کړې او ټاکل شوې وه چې دغه موضوع په روانې اوونۍ کې اعلان شي، خو د ویرجنیا د غمیزې په رامنځته کېدو سره دغه خبر وځنډېد.

په ویرجنیا کې د تاوتریخوالو په رامنځته کېدو کې د ښۍ پاله‎ ډلو ونډې د اسټیوبنن پر ضد یو لړ نیوکې رامنځته کړې.

په همدې حال کې رپوټونه رسوي چې ډونلډ ټرمپ، له پراسپکټ امریکايي ورځپاڼې سره د اسټیوبنن له مرکې ناراضي وه. هغه مرکه چې ښاغلي بنن په هغه کې له شمالي کوریا سره د مخامخ کېدو په اړه د نظر څرګندونه کړې وه.چې په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر د دریځ په کمزوروالي تعبیر شوې ده.

روتیرز په خپل رپوټ کې یادونه کړې ده چې ښاغلي بنن له دې وړاندې خپلو ملګرو ته ویلي وو له سپینې ماڼۍ څخه د ګوښه کېدو په صورت کې به د برایټ بارټ د رسنیو ټولنې ته به بېرته ستون شي.

بنن ویلي دي چې له سپينې ماڼۍ څخه د هغه وتل، د ټرمپ د کار د حکم لپاره ستره لاسته راوړنه ده،هغه د سټنډرډ محافظه کارانو اونیزې ته ویلي دي:«د ټرمپ ولسمشرۍ چې موږ د هغه لپاره جنګېدلي یوو او ګټوونکي شوي یوو، بشپړه شوې ده.»

هغه زیاته کړه:«زه یوازې فکر کوم، د هغه وړیتا د هغو کارونو لپاره چې ترسره کوي یې، په ځانګړې توګه ستر څیزونه لکه، دېوال، نور پراخ او ستر شیان چې موږ د هغوی لپاره مبارزه کړې ده. یوازې ستونزمن کوي.»

شریک یي کړئ