د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرامپ د دې هېواد او مکسیکو ترمنځ د دیوال جوړولو فرمان صادر کړ. دا دیوال به د ۳۲۰۰ کیلو مټرو په اوږدوالي وي.
ټرمپ په دې باور دی چې د دې دیوال جوړول به امریکا د غیر قانوني کډوالو او د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیسي، خو مکسیکو له دې کاره خوښه نه د او ویلي یې يې دي چې له امریکا سره به پر خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي.
ټرمپ د امریکا کورني امنیت په مرکز کې بل فرمان صادر کړی تر څو هغو فډرالي ښارونو ته دي مالي مرستې بندې کړي، کوم چې غیرقانوني کډوالو ته یې پناه ورکړې ده.
ویل کېږي، هغه ښارونه چې غیرقانوني کډوالو ته یې پناه ورکړ ده، د ډموکراټانو له خوا اداره کېږي.
د ټرمپ ټاکنیزو ناندرو پرمهال یو جنجالي شعار له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړول وو. ده ویلي وو چې د مکسیکو دولت به اړ کړي تر څو د دې دیوال لګښت ورکړي.
ده ویلي وو، له دې پولې راغلي کډوال قاچاقوړونکي او تیريکوونکي دي.
په دې وروستیو کې د مکسیکو نوي د بهرنیو چارو وزیر، لوئیس ویدهګاري ویلي چې هېواد به یې په هېڅ وجه د دیوال جوړولو لګښت ورنکړي.