تېره ورځ د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د معترضینو غوښتنې یې منلي دي او له همدې کبله یې اعتراضونه د یوې میاشتې لپاره وځنډېدل.
د دې اعلامیې پربنسټ، نقیب الله محسود د وطن شهید بلل شوی او ټاکل شوې چې په نامه یې یو پوهنځی جوړ شي.
د پاکستان حکومت همداراز منلې ده چې سویلي وزیرستان له ماینونو پاک کړي.
د پاکستان پښتنو له څو اونیو راهیسې په اسلام آباد کې اعتراضونه پیل کړي وو.
اعتراض کوونکو له حکومت څخه غوښتنه درلوده چې په یوه میاشت د هغوی نورې مشروع غوښتنې هم ومني.
دوی ګواښ کړی دی که یې غوښتنې ونه منل شي دوی به خپل اعتراضونه یو ځل بیا پیل کړي.