د سوریې په ادلب ښار کې د کېمیايي برید په پایله کې ۵۸ تنه وژل شوي او یو ډېر شمېر نور ټپيان شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څاربنسټ وايي چې دغه برید د سوریې حکومت او روسي جنګي الوتکو له خوا ترسره شوی چې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ تنه یې وژلي دي.
دغه بنسټ وايي چې څه باندې ۱۶۰ تنه نور چې د دغه برید له امله یې زیان لیدلی تر درملنې لاندې دي او د هغوی د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړه چې په روغتونو کې سرچینې د دې پخلی کوي چې د دغه ښار په ګاونډ کې یوه برخه بمبارد شوې ویل کېږي چې د هغه له امله هغه غاز چې راوځي د نفس تنګۍ لامل کېږي.
د روسیې ټلوېزیون یا ار ټي رپوټ ورکړی چې په سوریه کې یوې پوځي سرچینې هغوی ته ویلي چې سوري ځواکونو دغه برید ترسره کړی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې روسي او سوري سرچینې د دغه برید په ترسره کولو تورن شوي دي.