چین وړاندیز کوي چې د امریکا متحده ایالاتونو او سویلي کوریا ګډو پوځي تمریناتو درولو سره شمالي کوریا هم د راکټي او هستوي پروګرامونه ودروي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت همداراز له امریکا غواړي چې په سویلي کوریا کې د توغندي ضد ډال ځاي پر ځای کول ودروي.
د دې ډال ځای پر ځای کول د چین له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي څرګندوي:«متقابل اقدام کولی شي چې موږ له امنیتي دوه لارۍ وباسي او د خبرو اترو بیا پیل لامل شي. وروسته له هغې کولی شو چې د کوریا په ټاپووزمه کې د سولې یوه کړنلاره پلې کړو.»
په سویلي کوریا کې د امریکا دفاعي ډال ځای پر ځای کول د چین، شمالي کوریا او روسیې غبرګونونه راپارولي دي، خو واشنګټن یې د شمالي کوریا توغندیو پر مخنیوي لپاره اړین بولي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکېچ پر پایته رسېدو ټینګار کړی.
دی زیاتوي:«یوازې د ټولو خواو په همغږۍ او اندېښنو کولی شو چې د کوریا په ټاپو وزمه کې دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړو.»
په سویلي کوریا کې د امریکا دفاعي ډال ځای پر ځای کېدو ترڅنګ د چین سویلي سیند کې د امریکايي ځواکونو ګرځېدل هم د بیجنګ او واشنګټن ترمنځ کړکیچ زیات کړی دی.
چین دا سیمه خپله بولي.