Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په هڅه کې

پاکستان د واشنګتن د نوې تګلارې په اړه د مشورو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې له چین سره خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، اسلام اباد او بیجینګ هوکړې ته رسېدلي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه‎لري او دا کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، د افغانستان ثبات د سیمې د هېوادونو لپاره ډېر مهم دی.

نوموړي د افغانستان پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزه ناستې او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافونو د حل په هکله هم خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل هیله لري چې د د درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دغې غونډه کې په افغانستان کې د ټیګاو د راوستو لپاره د عملي همکاریو په پیل خبرې اترې وکړي.

هغه وویل:«د روان زیږدیز کال په پای کې د درې هېوادونو افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه به په چین کې ترسره شي. په دې اړه لومړني پرمختګونه ترلاسه شوي دي.»

خو په دغې غونډه کې لومړيتوبونه کوم دي؟

ښاغلي یي زیاته کړه:«موږ درې لومړيتوبونه ډاګیزه کړي.ستراتېژيکې اړیکې، امنیتي خبرې اترې او عملي همکارۍ. موږ د دغو درې لومړیتوبونو پر بنسټ د درې اړخیزو همکاریو د پرمختګ، خبرې اترې به له ساده مسایلو پیل شي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسلام اباد او بیجینګ هوکړه کړې چې د افغانستان جګړه پوځي حال لاره نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دغې غونډه کې وویل:«چین او پاکستان هوکړه کړې چې د افغانستان کړکېچ سیاسي دی نه پوځي حل لاره. موږ درې هېوادونه ګاونډي هم یوو. موږ د افغانستان په سوله کې خپله ګټه وینو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له چین څخه وروسته ایران، روسیې او ترکیې ته هم ځي.

د ځینې پاکستاني چارواکو ویلي دي چې اسلام اباد غواړي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د واشنګټن د تګلارې په وړاندې بسیج کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې بېجینګ له ترهګرۍ سره په جګړه کې د اسلام اباد له هڅو او د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ