د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند، ویلیام اسپیندلر وايي چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د مدیترانې اوبه د کډوالو لپاره درې برابره مرګونې وې.
ده زیاته کړې ده چې تر اوسه روان کال کې ۳۷۴۰ تنه په دې اوبو کې وژل شوي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوی دی.
که څه هم چې اروپايي هېوادونو ته په سږ کال د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال په پرتله د کډوالیو شمېر کم شوی، خو د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو د ژوند له لاسه ورکولو شمېر درې برابره زیات شوی.
سپیندلر وايي چې روان کال کې د ۳۲۷ زره او ۷۰۰ کسانو له ډلې چې له دې لارې یې سفر کاوه، ۳۷۰۰ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې دا په داسې حال کې ده چې تېر کال کابو یو میلیون کسانو د مدیترانې له اوبو تېر شوي خو له ډلې یې ۳۷۷۱ یې ډوب شوي وو.
سپیندلر زیاتوي:"دا په مدیترانې سیند کې تر ټولو بد حالت دی چې موږ یې شاهدان وو. ویلی شو چې سږ کال په دې اوبو کې د مړینې کچه ۳ برابره زیاته شوې ده."
په همدې حال کې، مرستهکوونکي بنسټونه له اروپايي ټولنې غواړي چې په دې اوبو کې د کډوالو د مړینې مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.
د یوه مرسته کوونکي بنسټ رئيس، ماتیاس کوهن وايي په دې اړه:"لومړۍ موږ اړتیا لرو چې کډوالو ته قانوني لارې ولټوو تر څو کډوال د تګ لپاره له رابري کښتیو ګټه پورته نکړي، دوهم دا چې په اوبو کې د ژغورنې عملیات زیات شي."
له بلې خوا د ایټالیا د ساحلي ژغورونکي وايي چې د مدیترانې اوبو کې یې د ۲۱ عملیاتو په ترڅ کې ۲۲۰۰ کسان ژغورلي او ۱۶ مړي یې هم موندلي دي.
ملګري ملتونه وايي چې وروستۍ یوه میاشت کې د ډوب شویو ۱۷ مړي ایټالیا ته وړل شوي دي. د دې بنسټ د ویاندې، جوئل میللن د شاهدانو په وینا ویلي ښايي د مړینې کچه زیاته شي.
سپیندلر ویلي:"وروسته له دې چې اروپايي ټولنې او ترکیې د مارچ په میاشت کې د یونان لارې بندلو په موخه هوکړه وکړه، له لیبیا ایټالیا ته د مدیترانې لاره د کډوالو تګ لپاره اصلي لاره شوه او د ۴۷ تنو څخه چې غواړي ځان له لیبیا څخه ایټالیا ته ورسوي، یو یې ډوبیږي."
ده زیاتوي:"د انسان قاچاق په لویې سوداګرۍ بدل شوی او ډېر ترسره کېږي. اوس قاچاقوړونکي ډېرې کښتۍ په یوه وخت کې لیږي چې دې د ژغورونکو کار ستونزمن کړی دی ځکه چې دوی باید په یوه وخت کې په سلګونو کښتیو کې زرګونه کسان وژغوري."
دی وړاندې وايي:"کله چې په کښتیو کې ډېر کسان وي نو ښکاره ده چې دا کار به ډېره مړینه ولري او د مړینې د کچې ګواښ زیاتوي."
په دې اړه مو اندونه