Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د وروستیو سېلابونو مړینه ۵۰ تنو ته ورسېده

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د وروستیو څلورو ورځو د ورښتونو او سېلابونو مړینې زیاتوالی موندلی او تراوسه په دغو پېښو کې ۵۰ تنو ژوند بایللی دی.

دغه وزارت په دغو پېښو کې د ۳۶ تنو د ټپي کېدو پخلی هم کوي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د دغو پېښو په پایله کې ۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۴۰۰ څاروي هم له‌منځه ‌تللي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق طلوع‌نیوزته وايي:«د وروستیو سېلابونو او ورښتونو له امله ۵۰ هېوادوالو ژوند بایللی او ۳۶ تنه نور هم ټپيان شوي. ۷۰۶ کورونه په بشپړ او بنسي توګه ویجاړ شوي او کابو ۴۰۰ څاروي له‌منځه تللي او ۱۶۰۶ کورونه هم زیانمن شوي دي.»

په بادغیس، روزګان، فراه، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، کابل، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان هغه ولایتونه دي چې سېلابونو له خلکو ډېره قرباني اخیستې ده.

بل لور ته له دغو سېلابونو ځينې زیانمن شوي د سختو مالي زیانونو له ور اوښتو خبر ورکوي او ستونزو ته یې د رسېدو غوښتنه کوي.

د هلمند اوسېدونکی صدیق‌الله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«سېلابونو ډېر زیانونه رارسولي، موږ ته یې کابو ۱۵۰ زره افغانۍ مالي زیان رسولی دی.»

 د روزګان اوسېدونکی عبدالمنان هم څرګندوي:«خلک چېرته ولاړ شي؟ تاسې کله له موږ سره مرسته کوئ؟ اوس هم زموږ وضعیت داسې خراب دی چې کولمې مو وچې شوې دي.»

تر دې وړاندې طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې په هېواد کې په وروستیو درېیو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه