د افغان ترک ښوونځیو د هغو ښوونکو کورنۍ چې د ملي امنیت په بند کې دي، د دغو ښوونکو د ناڅرګنده برخلیک په اړه اندېښمن دي.
دغه کورنۍ او د افغان ترک ښوونځیو مسوولین وایي، نیول شوي ښوونکي بې ګناه دي. دوی د افغانستان له حکومت نه غواړي چې دغه ښوونکي د ترکیې حکومت ته ونه سپارل شي.
د افغان ترک ښوونځیو د روزنیزو پروګرامونو د همغږي کوونکي یلماز ایتن درې کسیزه کورنۍ له څه د پاسه ۵۰ ساعتونو راهیسې د نوموړي له برخلیکه بې خبري ده.
دغه ترکي ښوونکی ۱۴ کاله مخکې له خپلې مېرمنې سره افغانستان ته راغی او لوڼې یې مریم او عایشه په کابل کې زېږېدلې دي.
د یلماز ایتن مېرمن امل ایتن وايي:« له هغه وخته چې نوموړی یې بیولی تراوسه یې په اړه هېڅ مالومات نهلرو، موږ ته د ده لپاره د وکیل نیولو اجازه هم نه ده راکړل شوې او ګناه یې روښانه نه ده، که هغه ترکیې ته ولېږي هلته به عدالت پلی نهشي موږ د افغانستان له ولسمشر او خلکو غواړو له موږ سره مرسته وکړي ځکه څوارلس کاله کېږي چې افغانانو ته له خدمت پرته مو بل څه نه دي کړي.»
د یلماز ایتن لور مریم ایتن څرګنده کړه:«زه د افغانستان له ولسمشر څخه غواړم چې پلار مې ازاد کړي پلار مې هېڅ کناه نه ده لرلې او هېڅ بد کار یې نه دی کړئ.»
یلماز ایتن ۴۳ کلن دی او په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو له دفتره یې د پناه اخیستو غوښتنه هم کړې ده.
پر یلماز ایتن سربېره، دوه نور ترکي وګړي اوندرآکوشچي او یونس دیمیرچي او همداراز د مسعود وردګ په نوم افغان څلور ښوونکي د ملي امنیت په بند کې دي.
اوندرآکوشچي ۲۹ کلن دی او درې کاله مخکې له کورنۍ سره کابل ته راغی اوس په افغان ترک ښوونځیو کې د ریاضي تدریس کوي.
ښاغلی آکوشچي هم په کابل کې د مګروملتو له دفتره د پناه غوښتنه کړې ده.
۳۲ کلن یونس دیمیرجي له پنځو کلونو راهیسې په افغان ترک ښوونځیو کې د فزیک تدریس کوي، د نوموړي کورنۍ هم په کابل کې ده.
مسعود وردګ چې ۳۰ کلن دی له یوولسو کلونو راهیسې په افغان ترک ښوونځیو کې د ریاضي تدریس کوي.
د افغان ترک ښوونځیو د عمومي ریاست مرستیال فواد حیدري په ډاګه کړه:«دا کار له شک څخه پرته پر ټولو منفي اغېزه کوي او ټول د ناامنۍ احساس کوي او وايي چې ښايي سبا ما پسې هم راشي او له قانونه اوښتې داسې کړنه له ما سره هم وشي.»
سامي یاووز د ملي امنیت لخوا بل نیول شوی کس دی نوموړی د کابل په مکرویان سیمه کې د یوه ترکي رستوران خاوند دی له دې سره سره ملي امنیت تراوسه د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
خو داسې سندونه ترلاسه شوي چې د دې ښودنه کوي په ترکیه کې یوې محکمې د ترکي رستوران د رییس سامي یاووز د نیولو حکم صادر کړی دی.
د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال وحید فرزهيي په دې اړه وویل:«یو کس چې په یوه هېواد کې د سیاسي پناه غوښونکي په توګه حضور پیدا کوي، ساکن هېواد متبوع هېواد ته د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د هغه د سپارلو حق نهلري.»
د ترکیې دولت له افغانستانه غوښتي چې دا کسان انقرې ته وسپاري خو کابل او انقره د خپلو وګړو د تبادلې په اړه هېڅ تړون نهلري او ویل کېږي که دا کسان د ترکیې حکومت ته وسپارل شي د هېواد په تاریخ کې به بې مخینې کار وي، افغانستان آن د دوهمې نړیوالې جګړې په پاي کې حاضر نهشو د نازي جرمني دیپلوماتان د جګړې فاتحانو ته وسپاري.