Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولتې ادارو په سمونو او ګمارنو کې لا هم ستونزې شته

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې پر ورځ( د تلې۱۰مه) خپور شوی په ۳۷ دولتي ادارو کې څېړنه شوې ده.

دا راپور چې د «په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو پلې کول» تر نامه لاندې خپور شوی له دولتي ادارو او وزارتونو خړ انځور وړاندې کوي.

د راپور له مخې په ۳۷ څېړل شویو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو بهیر ډېر لږ پرمخ تللی دی او دا شمېر ادارې نه دي توانیدلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلو ټاکلو موخو ته د اصلاحاتو په برخه کې ورسيږي.

د ګمارنو لپاره د ځانګړي او سیستماتیک پروګرام نشتوالی، د اداري اصلاحاتو او بنسټونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، د «سي بي آر» په یو شمېر پوستونو کې د رڼښت نه ښکاري د یوې مودې لپاره یې د دې ادارې ظرفیت د اصلاحاتو موخو ته رسېدو لپاره اغېزمنې کړې دي.

د دې راپور د ۳۷ څېړل شویو بنسټونو د نوملړ په سر کې لاندې ادارې او وزارتونه دي:

• له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت 

• د ښځو چارو وزارت  

• د اوبو او برېښنا وزارت

• د کلیو پراختیا وزارت 

• د کانونو وزارت 

• د سوداګرۍ وزارت 

• د مخابراتو او مالوتي ټکنالوژۍ وزارت 

• د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت  

• د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره

• لویه څارنوالي

• د احصايې مرکزي اداره 

په راپور کې راغلي دي چې د روان ۱۳۹۶ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د تقاعد، د ادارو منحل کېدو، مړینې یا استعفاء له کبله یو زرو ۸۸۸ بستونه په ۳۷ ادارو کې تش دي چې کړنلارې ته اړتیا لري.

په دولتي ادارو کې د ښځو ګمارنې بهیر:

د ښځو ګمارنې په اړه راپور لیکي چې لا هم په دولتي ادارو کې په ځانګړې توګه ولایتونو کې د نارینه‎و سره په پرتله تشې شته.

همداراز زیاته شوې ده چې په ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو، ناوړه دودونو ته په کتو لا هم په دولتې ادارو کې د ښځو په ګمارنه کې خنډونه دي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي دي چې افغانستان کې د ملکي خدمتوونو بهیر پرمختګ پر لور روان دی او په ډېرو برخو کې ځوانان ګمارل شوي دي، ویل شوي دي چې ۱۴ سلنه ګمارنې ځوانان دي او عمرونه یې له ۱۹ تر ۴۰ کلونو ښودل شوي دي، په دې ډله کې ۱۶ سلنه هم له ۴۱ تر ۶۵ عمرونه لري.

راپور وايي چې یو شمېر ګمارل شوي ځوانان ماسټرۍ او دوکتورا لري او چې دا د اصلاحاتو پرمختګ ښکاره کوي، خو باید هېره نکړو چې د ملکي خدمتونو ډېر شمېر کارکوونکي له ۱۴ څخه فارغ دي او یا هم لسانس دي.

همداراز زیاته شوې ده چې تېرو شپږو میاشتو کې ۶۴۰ تنه د اداري ستونزو له کبله په خلا کې دي او شکایتونه یې لیکلي دي.

راپور کې همداراز راغلي دي چې ډېر شمېر کسان په کابل کې ګمارل شوي او دا ښکاري کوي چې کابل کې نفوس زیات شوی دی او دا کار په ولایتونو کې پر ادارو اغېزه کوي ـ هغه څای چې خلک پّ کم معاش او امنیتي ګواښونو سره نشي کولی کار وکړي. ۵۵ سلنه هم هغو کسانو لیکلي چې په ولایتونو کې کار کوي. خو دا شکایتونه د هغو کسانو پر وړاندې لیکل شوي دي چې په درېیمه او یا څلورم بست کې کار کوي.

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په راپور کې راغلي دي چې د ۵۰ زره بستونو له ډلې چې باید د روان کال تر پایه وڅېړل شي، یوازې ۳۶ سلنه یې څېړل شوي دي.

ویل شوي دي چې ملکي خدمتونو د ۹زره او ۴۸۴ د کارکوونکو له ډلې چې باید روزنه ورکړی شوې وی، یوازې ۶زره ۳۴ تنه یې په هېواد او بهر کې روزنه ورکړل شوې ده. دا ښکاره کوي چې د ظرفیت جوړولو په برخه کې یوازې په دې ادارو کې ۶۴ سلنه موخې ترسره شوي دي. د روزل شویو کسانو له ډلې ۷۷ سلنه یې نارینه دي او ۲۳ سلنه یې ښځې جوړوي.

د راپور پر بنسټ ټاکل شوې وه د روان کال په شپږو میاشتو کې ۸زره او ۵۵۸ تنه وګمارل شي، په داسې حال کې چې له دې ډلې یوازې ۳۱۶۰ تنه ګمارل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د کارکوونکو ګمارنې څېړنه د ادارې اوصول پر اساس نه ده ترسره شوې او د کارکوونکو لخوا راپور لیکنه ډېره کمزورې ده.

همداراز د مکافاتو او مجازاتو له کمښت څخه هم ویل شوي چې لامل شوی دې څېړل شویو ادارو کې د اداري بهیر اغېزمن کړي.

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په خپل تازه راپور کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دولتي ادارو کې کارکړنې څېړلي دي

شریک یي کړئ