Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د دفاعي شورا رییس:پاکستان د حقاني پر ضد اقدام نه کوي

د پاکستان د دفاعي شورا رییس مولانا سمیع‎الحق چې د «طالبانو په معنوي پلار» هم شهرت لري، وايي چې پاکستاني پوځیان د حقاني شکبې پرضد هېڅ ډول اقدام به ونه کړي.

هغه همدارنګه د پاکستان پر حکومت له امریکا سره د اړیکو لرلو له امله سخته نیوکه وکړه او وې ویل چې دغه اړیکه د پیسو د ترلاسه کولو له امله رامنځته شوې ده.

سمیع‎الحق امریکا یې د سیمې په ناامنه کولو تورنه کړه او زیاته یې کړه چې پاکستان له دې ډېر باید له امریکا سره اړیکه ونه غځوي.

د پاکستان د ډان خبري اژانس په نقل سره، سمیع‎الحق د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې د پاکستان په اړه د ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل په هغه پورې تړلي کسان، تراوسه هم په افغانستان کې د امریکا پر ضد جګړه کوي.

سمیع‎الحق وویل:«شونې نه ده چې پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې پوځي عملیات وکړي.»

هغه همدارنګه د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف یو ډیکټاټور وباله او وې ویل د پیسو په خاطر یې له امریکا سره اړیکې ټینګې کړې وې.

سمیع‎الحق له امریکا سره د پرویز مشرف د اړیکو پر جوړولو له نیوکې سره وویل:«موږ نور د امریکا پیسې نه غواړو. هغه غم او مصیب چې امریکا د پاکستان او افغانستان پر مسلمانانو راوستی، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»

سمیع‎الحق چې د جمیعت علمای اسلام ګوند رییس هم دی، خلک یې جهاد ته راوبلل.

د ډان رپوټ له نظره، کله چې سمیع‎الحق په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په اړه چې په مذهبي ډلو پورې د تړلو کسانو له خوا ترسره شوي وپوښتل شو، وې ویل چې هېڅ پاکستاني د بې ګناه کسانو په وژلو کې لاس نه دی لرلی.

هغه زیاته کړه:«لوېدیځ غواړي چې جهاد بد نامه کړي او هغه ترهګري معرفي کړي. خو موږ باید له مذهبي مشرانو څخه وغواړو چې په جوماتونو کې خلک جهاد ته راوبولي او هغوی د جهاد له اهمیت څخه خبر کړي ترڅو زموږ ځوانان تل د جهاد لپاره چمتو وي.»

هغه وايي:«موږ په افغانستان کې له امریکایانو سره جګړه کړو او هغه کسان چې د جګړې توان نه‎لري خپل مسوولیت د قلم او وینا له لارې ترسره کړي. ټول ملت باید د لوېدیځ پر ضد راپورته شي او لوېدیځ ته ماتې ورکړي.»

هغه په خپله وینا کې د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې او د پاکستان او هند په وړاندې د واشنګټن سیاست ته هم اشاره وکړه او د پاکستان په وړاندې د واشنګټن پر نوي دریځ څخه سخته نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړه واشنګټن غواړي په افغان حکومت کې د تشو لپاره، پاکستان تورن او بدنامه کړي. د هغه په وینا، افغان حکومت د امریکا او هند له څارګرې ادارې سره په همکارۍ کې د پاکستاني پوځيانو او ولسي وګړو پر وژنې لاس پورې کړی دی.

د ډان خبري اژانس په نقل القول سره، سمیع‎الحق او د دغې خبري ناستې نور ویناوال د پاکستان حکومت یې د «یوه بهرني ناکامه سیاست» په پیروۍ تورن کړ او د دغه هېواد له پارلمان څخه یې وغوښتل چې د دغه سیاست په اړه چوپ پاتې نه‎شي.

د پاکستان دفاعي شورا یوه ټلواله ده چې د هغه تر سیوري لاندې ۴۰ سیاسي او مذهبي ګوندونه چې ټول یې د محافظه‎کارانه سیاستونو پلوي دي، فعالیت لري.

سیمع‎الحق امریکا یې د سیمې په ناامنه کولو تورنه کړه او وې ویل چې په هغه پورې تړلي کسان په افغانستان کې د لوېدیځ په وړاندې جنګېږي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې پرې نه ږدي چې لوېدیځ د «ترهګرۍ» په نامه جهاد بد نامه کړي.

شریک یي کړئ