Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقاعد ډګروال د تنخواه نه ورکړې شکایت لري

محمد وسیم د ملي پوځ ډګروال چې ۳۷ کاله یې په ملي پوځ کې خدمت کړی او اوس په یوه کرایې کور کې له ګڼو ستونزو سره ژوند کوي.

د ملي پوځ دغه تقاعد شوي ډګروال د کال ۹۲ زره افغانی تنخواه اخلي، خو هرمیاشت د کور لس زره کرایه ورکوي.

محمدوسیم ۱۳ کاله مخکې تقاعد شوی دی. 

متقاعد شوی ډګروال، محمد وسیم څرګندوي:"۹۰ زره د تقاعدې معاش چې راکوي هغه هم په خپل وخت نه راکوي، او وروسته له ډېر زیار یې ترلاسه کوم، یوې کورنۍ ته بسنه هم نه کوي اړ یوو چې پرې ژوند مخې ته یووسو."

محمدوسیم په څو دورو کې د درنو جګړو تجربه لري.

دی زیاتوي:"د افغانستان د افسران د ذاتي چارو قانون له مخې یو افسر له څلورو او پنځو کلونو په کم وخت کې ډګروالۍ ته نشي رسېدی."

افغانستان په پوځي او ملکي برخو کې په لږو امتیازاتو سره کابو ۱۶۰ زره متقاعدین لري.

د متقاعدینو شورا رئیس، عبدالعلی سعید وايي:"د دولت برحال کارکوونکو په حقونو کې چې کوم زیاتوالی راغلی باید د متقاعدینو په په حقونو کې هم وشي."

دغو تقاعد شویو کسانو په وار وار د دوی په وړاندې د حکومت پر بې پامۍ اعتراض کړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسنیو مسوؤل، فتاح احمدزی څرګندوي:"موږ د دوی د حقونو ورکړې مسوؤلیت لرو، دا چې د دوی حقونه له کومې ادارې لخوا باید وټاکل شوي هغه اداره ده چې دوی په کې کار کاوه."

د افغانستان په ۱۶۰ زره تقاعد شویو کې داسې کسان هم شته چې د روان کال د تقاعد پيسې یې تراوسه نه دي اخیستې.

متقاعد شوی ډګروال، محمد وسیم څرګندوي چې ۹۰ زره د تقاعدې معاش چې راکوي هغه هم په خپل وخت نه راکوي، او وروسته له ډېر زیار یې ترلاسه کوم، یوې کورنۍ ته بسنه هم نه کوي اړ یوو چې پرې ژوند مخې ته یووسو

شریک یي کړئ