Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ د افغانستان په اړه د واشنګټن تازه تګلاره نن شپه وروستۍ کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې ملي امنیت له ډلې سره، نن شپه په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه خبرې اترې کوي.

تمه کېږي چې په دغې ناسته کې، په افغانستان کې د واشنګټن نوې تګلاره وروستۍ شي.شپږ میاشتې کېږي چې د امریکا د ملي امنیت ډله، د دغې تګلارې په اړه سلامشورې کوي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس په دې اړه وویل:« د افغانستان په اړه غونډه کې، ما ، د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن او د ملي امنیت ډلې له ځینو نورو غړو او ولسمشر ټرمپ سره ولیدل. موږ به د تګلارې د  پریکړې په اړه  مخ کې ولاړ شو. ښکاره ووایم، یوې پرېکړې ته د نېږدې کېدو په حال کې یوو، او ډېر ژر به دا پرېکړه وکړو.»

په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز وایي، د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې اعلان سره به، افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال نېکلسن غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم، ورته خبرې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیټر ناوېرټ څرګنده کړه:«د افغانستان خلک او افغانستان کې زموږ سرتېري هېر شوي نه دي. دا زموږ لپاره یوه مهمه موضوع ده. نو له همدې کبله ولسمشر پر تګلارې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.»

په همدې حال کې کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د کلیزې په پلمه پیغام کې، د سولي ټینګښت لپاره د افغانانو له هڅو ملاتړ کړی.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست هوګولانس وویل:« د ډېرو ستونزو لکه د ازادۍ د دښمنانو بریدونو سره سره، افغانستان کې د پرمختګونو یادول ډېر ارزښت لري. تاسې باید د ښوونې او روزنې، اقتصادي پرمختګاو روغتیا برخو کې پرمختګونو باندې وویاړئ.»

دغه امریکایي دپلومات دا هم ویلي، چې مریکا، د سولې ټیګښت او په یوه موټي هېواد د افغانستان بدلېدو لپاره د خلکو له هڅو ملاتړ کوي.

افغانستان ته د ډېرو احتمالي امریکايي سرتېرو د راتګ په اړه د شک په اوج کې او یا هم له دغه هېواد څخه د ټولو ځواکونو وتل،خو واشنګټن کابل ته له خپلې پایدارې ژمنې څخه ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ