Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د تېرې ورځې برید له خبریالانو هم قرباني اخیستې

د کابل په لوېدیځ د تبیان په کلتوري مرکز د داعش ډلې د برید په پایله کې د هېواد د رسنیو له کورنۍ څخه هم قرباني اخیستې ده.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د شمېرو له مخې په دغه برید کې، یو خبریال وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور د خبري اژانس خبریال سید مهدي حسیني چې د سیاسي علومو څانګې زده‎کړیال وه، د تېرې ورځې په برید کې و‎ژل شوی دی.

په همدې ترتیب، ۷ تنه ټپیان د صدای افغان خبري اژانس خبریالان او دوه نور ټپيان د شمشاد ټلوېزیون خبریالان دي.

د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرايي رییس مجیب خلوتګر په دې اړه وايي:« له بده مرغه چې د تېرې ورځې په برید کې زموږ ۹ تنه خبریالان ټپيان شوي، دوه تنه یې د شمشاد ټلوېزیون او ۷ تنه یې د افغان اژانس او له بده مرغه یو خبریال مو شهید شوی دی.»

سید حمزه حسیني چې په دغې پېښه کې ټپي شوی د خپلو سترګو لیدلی حال طلوع نیوز ته داسې وايي:«ډېر وېروونکی غږ وه، له چاودنې وروسته کله چې اتاق ته مو ولاړو زموږ په کاري اتاق کې هېڅ هم روغ نه وو پاتې. دویم غږ له لومړي غږ څخه ۲۰ دقیقې وروسته واورېدل شو، د هغه واټن له موږ څخه لیرې وه چې وروسته وویل شول زموږ د دفتر د کوڅې په سر کې وه، خو له شلو دقیقو وروسته موږ راښکته شو چې مړي او ټپيان یې لېږدول. کله چې هر څه ختم شوي وو، درېیم غږ واورېدل شو.»

د افغان غږ (اوا) خبري اژانس دفتر، د هغې ودانۍ په درې پوړ کې دی چې تېره ورځ د برید نښه وګرځېده او د تبیان کلتوري مرکز هم د دغې ودانۍ په تل خونه کې دی.

د افغان غږ خبري اژانس مسوول سید حسن حسیني وايي چې د دغه خبري اژانس ډېری وسایل او تجهیزات، په دغې پېښه کې زیان لیدلی دی.

هغه وايي:«زموږ د خبر د چمتووالي وسایل د کمرو، د لبټاپ کمپیوټرونو په ګډون زموږ نور وسایل زیانمن شويد ي.»

د ټبیان کلتوري مرکز او د افغان غږ خبري اژانس چې له ایران سره نېږدې اړیکه لري تېره ورځ د درې چاودنو موخه وګرځېدل چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، چې یوه چاودنه یې د ځانمرګي برید له امله وه.

په دغې برید کې ۴۱ تنه مړه او کابو ۸۵ تنه ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نی د کلني رپوټ پر بنسټ ۲۰۱۷ زیږدیز کال په افغانستان کې کې دویم خونړی کال بلل شوی دی.

شریک یي کړئ