د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي چې د دغه ولایت یمګان ولسوالۍ د طالبانو له خوا ولکه شوې ده.
د بدخشان د ولایتي شورا د غړو په وینا، دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
ورته مهال د بدخشان امنیتي ځواکونه وايي چې د طالبانو یوې ډلې تېره شپه ناوخته (جمعه د وري په ۸مه) پر دغې ولسوالۍ برید وکړ او له دولتي ځواکونو سره به نښته شول.
دغه امنیتي چارواکي وايي چې له یمګان ولسوالۍ سره اړیکې پرې شوي او د دغې ولسوالۍ ځينې برې د طالبانو له خوا نیول شوې دي. هغوی ګواښ کوي که چېرې هوايي ځواکونه ونه رسېږي د پوځيان مرګ ژوبله به ډېره وي.
په دغې پېښه کې تراوسه د امنیتي ځواکونو د مرګ ژویلې شمېر معلوم نه دی.
له دې سره هم مهاله د کندوز ځايي چارواکي وايي چې کندوز ښار کې د دولتي ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ په خوره توګه جګړه روانه ده.
د کندوز د ځايي چارواکو په وینا، دغه نښته نن (شنبې د ورځي ۹مه) ۱۰:۳۰ له غرمې مخکې هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د پل سفید کلي څخه د کندوز ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمه کې د ملي پوځ پر اډې برید وکړ.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې په دغې نښته کې تراوسه چا ته زیان نه دی رسېدلی.