Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د اختر په مناسبت مشاعره جوړه شوه

د زرمت ولسوالۍ په لرې پرته خواجګانو سيمه کې د اختر په مناسبت مشاعره جوړه شوې ده.

دا مشاعره د دغې سيمې کليوالي، عمر خوړلي، شاعر قادر شاه بېنوا رابللې چې خورا کم ليک لوست کولای شي هغه له شعر او ادب سره له ځوانۍ مينه لري.

نوموړی هر کال په شخصي لګښت د اختر په ورځو کې دا مشاعره جوړوي.

شاعر او د مشاعرې جوړوونکی، قادر شاه بینوا وايي: الحمدلله خلک را ډير شوي دي او زما هم فکر برابر دی. نو حقیقت هم درته وایم نن د اختر څلورمه ورځ ده خو پر ما نن اختر دی. تر دې مخکې راباندې دومره اختر نه و، نن خوشاله یم.

د مشاعرې ګډونوال وايي د ورستۍ ډاډمنې امنيتي فضا له امله دا مشاعره رنګينه او له کابل، لغمان، پکتیکا او نورو سيمو شاعران پکې ګډون لري.

د مشاعرې ګډونوال، فضل الرحمان وقار و ویل: شاعرانو او لیکوالانو او د زرمت اوسېدونکو یو ډول د نا امنۍ احساس هم کاوه، نا امني هم وه، خو اوس امنیت راغلی دی.

داوود ناصري بيا وويل : په زرمت کې پخوا شاعرانو، ليکوالانو او د زرمت اوسېدونکي د ناامنۍ احساس کاوه اوس چې امن راغلی د ټولو احساس راژوندی شوی او دا ډول مشاعرې د يوالي لپاره ډېرې اړينې دي.

شاعرانو خپلې غوښتنې او د سيمې ستونزې د شعر په بڼه بيان کړې او د نجونو ښوونځيو د پرانیستې او د یووالي پیغامونه یې پکې ولېږدول.

ددې مشاعرې ګډونوال له مسوولینو غواړي چې د خلکو ترمنځ د یووالي په موخه دا ډول فرهنګي پروګرامونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه