Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لرغونو ابداتو د لمنځه تللو په تړاو د هلمند اوسېدونکو اندېښنې

د هلمند اوسېدونکي دغه ولایت کې د لرغونو او تاریخي ابداتو د رغونې غوښتنه کوي.

دوی وایي، ډېری تاریخي او لرغوني ابدات د ویجاړېدو له ګواښ او که ونه رغول شي، وبه نړېږي.

د دوی په وینا، دغه ولایت کې د بست کلا، سلطان محمود غزنوي ماڼۍ، د بولان، زمینداور، څاروان او امیر کروړ کلاوې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی وایي، که سرپرست حکومت د دغو آبداتو د بیارغونې په موخه لاس په کار نشي، وبه نړېږي.

ادام خان د هلمند اوسیدونکی وایي”دلته د سردار محمد داوود خان په وخت کي سیلانیان راتلل، هم به یي حکومت ته ګټه رسیدل هم رایت(عامو خلکو ته)

سیف الدین د هلمند اوسیدونکی وایي”  مخکي  د تیر جمهوریت پر مهال دلته ده دغه تاریخي ځای د جوړیدو کار پیل شوی وو، هغه چي دا جنګ راغلی نو کارونه یي په ټپه ودریدل

عبدالواحد د هلمند اوسیدونکی وایي” د بست کلا اوس هغه خپل ښایست د لاسه ورکړی ښایست نلري، دا تخریب سوي ده، باید دا جوړه سي ترڅو سیلانیان راتګ زیات سي، باید د افغانستان ښه تصویر ده دي څخه وړاندي شي.

د هلمند ا اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې ګڼې تاریخي سیمې له غصب خلاصې کړې او په خبره یې د بودجې په ځانګړي کېدو سره به هغه تاریخي آبدې هم ورغوي، چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي چارو امر، سلطان  محمد حنیف وایي:  کومي تاریخي سیمي چي غصب سوي دي، ده دي لپاره  موږ یوه ۰۱۲  محافظتي قطعه جوړه کړي ترڅو د تاریخي ابداتو ساتنه وکړي، موږ اوس ډیری تاریخي سیمي د غاصبینو څخه خلاصي کړي هم دي، په راتلونکي کي هم موږ ژمن یو چي تاریخي سیمي ورغوو او د غصب څخه یي مخنیوي وکړو

د هلمند د اطلاعاتو کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ، بست کلا، سلطان محمود ماڼۍ، څاروان، زمینداور، بولان ،پیري سبز، او مختر کلاوې د دغه ولایت مشهور تاریخي آبدات دي، چې تاریخي مخینه یې زرګونه کلونو ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه