Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زابل کې لرغوني اثار د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي

زابل کې ځینې تاریخي او لرغوني ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، که د لرغونو ابداتو رغولو ته پام ونشي، لیرې نه ده چې وبه نړېږي.

د زابل تاريخي بالاحصار، د شاه عالم خان کلا، د شیخ متی مقبره او د غشي منار د دغه ولایت له مهمو تاريخي ابدو شمېرل کیږي.

د زابل اوسېدونکي، محمد نور وویل: « دا د شاه عالم خان کلا ده چې بهرني سیلانیان یې لیدو ته راځي، باید د دغې کلا د نړېدو مخنیوی وشي.»

د زابل یو بل اوسېدونکي، سیدولي هم وویل: « له اسلامي امارته غواړو چې زموږ د ولایت تاریخي اثارو ته پاملرنه وکړي او د نړېدو مخه یې ونیسي.»

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس بیا وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸ تاریخي ابدې د لرغونپوهانو له لوري تر پېژندنې وروسته، ثبت شوې دي.

رحمت الله حماد زیاتوي، چې د تاريخی سيمې ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، رحمت الله حماد څرګنده کړه: « واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، په هېواد کې ۱۸ تاریخي ځایونه ثبت شوي او موږ د هېواد تاریخي اثارو ته پاملرنه کوو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالوماتو له مخې، اسلامي امارت د تېرو څه د پاسه دوو کلونو پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې لرغونې ابدې رغولې او همداراز یې بهر ته د سلګونه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس بیا وایي، چې د تاريخی سيمې ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه