تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې:افغانستان په اړه د امریکا ملي امنیت غړو سره د ټرمپ لیدل
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه پرېکړه ونه کړه.
د رپوټونو پربنسټ، په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه د ټرمپ ناسته له خپلو سلاکارانو، امنیتي او استخباراتي چارواکو سره بې پایلې پای ته ورسېده.
افغانستان ته د ډېرو ځواکونو استول او د ځواکونو بهر کول او خصوصي شرکتونو ته د جګړې سپارل د ډونلډ ټرمپ د امنیتي ډلې وړاندیز شوې ټاکنې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، عبیدالله بارکزی
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم
د مشرانو جرګې پخوانی غړی، رفیع الله ګل افغان
پوځي کارپوه، محمد جان رسولیار