Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر اسراییل د ایران بریدونه؛ تازه څه دي؟

ایران تېره شپه (شنبه، وري ۲۵) پر اسراییلو د څه باندې ۲۰۰ توغندیو او بې پېلوټه الوتکو په مرسته هوایي بریدونه کړي دي.

له بریدونو وروسته د اسرییلو پوځ ویاند ویلي ایران یې پر هېواد کروز او بالاسټیک توغندیو په مرسته بریدونه کړي چې لسګونه توغندي او بې پېلوټه الوتکې یې د اسراییلو د ننه او له پولو بهر له منځه وړل شوي دي.

د دغو بریدونو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي دا یې مشروع حق و او د دغو ځوابي بریدونو سره یې د خپل هېواد له ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «ایران یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو منشور او نړۍوالو حقونو اصولو او موخو ته ژمن دی خو ټینګار کوي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او ملي ګټو څخه به د هر ډول غیرقانوني یرغل پر وړاندې دفاع کوي.»

بلخوا سپنې ماڼۍ د ولسمشر جو بایډن له قوله دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د اسراییلو له مشرانو سره به په اړیکه کې پاتې کیږي.

 په خبرپاڼه کې د جوبایډن له قوله لیکل شوي: « پر اسرییل د ایران بریدونو وروسته، ایران ته د ګډ ډیپلوماټیک ځواب ویلو په موخه نن (یک‌شنبه، وري ۲۶) د جي۷ هېوادونو له مشرانو سره ناسته کوم. سیمه کې د امریکا پر پوځیانو او تاسیساتو تر اوسه برېدونه نه دي شوي خو موږ وضعیت له نږدې څارو ترڅو د امریکایي وګړو ژوند خوندي کړو.»

جو بایډن له بریدونو وروسته په سپڼه ماڼۍ کې د خپل هېواد د ملي امنیت شورا ناسته رابللې او یو ځل بیا یې د اسراییلو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

سي‌ان‌ان د ځینو امریکایي سرچینو له قوله ویلي، امریکا به د ایران پر وړاندې بریدونو کې برخه وانخلي.

رویټرز د چین پوځ د اعلامیې له قوله کاږلي، بیجینګ پر اسراییلو د ایران بریدونو وروسته منځني ختیځ کې د کړکېچ ډېرېدو ته اندېښمن دی.

په اعلامیه کې راغلي: «چین پر دواړو لورو غږ کوي چې ارام پاتې شي او د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي. چین له نړۍوالې ټولنې او بانفوذه هېوادونو غواړي چې سیمه د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه رغنده رول ولوبوي.»

د دې ترڅنګ، جرمني او فرانسې هم پر اسراییلو د ایران بریدونه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بیا د بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي، د سیمې په کچه د کړکېچ د راولاړېدو خطر موجود دی.

ایران دغه بریدونه د اسراییلو هغه برید په ځواب کې کړي چې د سوریې پلازمېنه دمشق کې یې د ایران سفارت پر کنسولي برخې کړی و.

دغه برید چې د وري په ۱۳مه شوی و په ترڅ کې یې د ایران دوو قومندانانو ترڅنګ اوو کسان وژل شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه