Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اصفهان کې تر چاودنو وروسته د توغندیو دفاعي سیسټم فعال شوی

د ایران د سپاه پاسدارانو اړوند فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې اصفهان کې نن (جمعه د وري ۳۱مه) د درې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

 تر چاودنو وروسته د ایران په څو ولایتونو د توغندیو دفاعي سیسټم فعال شوی دی.

له دې سره سم، ای بي سي نیوز ته یوه امریکایي چارواکي منلې چې اسراییلو پر ایران توغندیز بریدونه کړي دي.

اسراییلي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. 

ایران کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د سوریې په سویل او د عراق په بغداد او بابل ولایت کې د چاودنې غږ د اورېدو خبر ورکړی و.

د ایران د سپاه پاسداران د فضايي ادارې مشر بیا ویلي، څو وړې بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي دي. 

تر دغو چاودنو وروسته د ایران د توغندیو دفاعي سیسټم فعال او تهران، اصفهان او شېراز ښارونو ته الوتنې هم وځنډول شوې.

دغه چاودنې داسې مهال رامنځ ته کیږي چې ایران د یکشنبه په ورځ پر اسراییلو شاوخوا ۳۵۰ توغنديز بریدونه کړي وکړه.

تر دغو بریدونو وروسته ایراني چارواکو ټینګار کړی و چې بریدونه یې سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې ترسره کړي او خبرداری یې ورکړی و چې که اسراییل بیا ځلې کوم اقدام وکړي نو د ایران ځواب به تر دې هم پرېکنده وي. 

اسراییلي چارواکو هم د دغه برید په غبرګون کې خبرداری ورکړی و چې ایران به د یکشنبې ورځې د برید بیه پرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه