په میانمار کې د تاوتریخوالي له پیل څخه له څه باندې یوې میاشتې وروسته، د روهینګیا مسلمانان تراوسه هم بنګلهدېش ته ګډوالي کوي.
د هغو کډوالو په وینا چې نوي بنګهدېش ته رسېدلي دي، د میانمار پوځيانو پر زرګونو تنو ملکیانو سره چې د میانمار په پوله کې کېښتۍ ته په تمه وو، برید وکړ او د دغو ملکيانو له برخلیک څخه خبر نشته.
د طلوع نیوز خبریال چې د بنګلهدېش او میانمار ترمنځ پولې ته تللی، له دغو کډوالو سره یې خبرې اترې کړي دي.
هغه وايي چې ډېری روهینګیايي مسلمانان چې د بنګهدېش سرحدي سیمو ته رسېږي، له لوږې او شدیدو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.
په دې لړ کې اومیندواره مېرمنې هم بنګلهدېش ته رسېدلي چې تر اوسه روښانه نه دي له څه تریخ برخلیک سره به مخ وي.
مدینه له خپلو څلورو اولادونو سره، هغه مهال له میانمار څخه تېښته وکړه چې د هغه په وینا د میانمار پوځيانو د هغوی پر کلي برید وکړ.
مدینه وايي:«فکر مې کاوه، چې د برما پوځ به؛ د ولسي وګړو وژنه پرېښې وي؛ خو تېروتې وم، هغوی اوس هم خلک وژني. زما خاوند ترې تم شو او نه پوهېږم، چېرې دی. شاوخوا اتلس زره کسان، د سیند هغه بل لوري ته، کښتۍ ته په تمه وو، چې د برما پوځیانو پرې برید وکړ.»
دلته ډاکټران هره ورځ لږ تر لږه ۲ سوه تنه، روهینجايي بې ځایه شویو مسلمانانو درملنه کوي.
خو د ځینو کډوالو او په ځانګړې توګه د ماشومانو، ناروغي ګواښونکې ده او ډاکټران د عادي اسانتیاو په لرلو سره، د هغو درملنه نهشي کولی.
ځینې وخت د ناروغانو شمېر هومره زیات وي، چې د بنګلهدېش نظامیانو مجبورېږي، چې ډاکټرانو سره همکاري وکړي.