د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې، د میانمار له حکومته وغوښتل چې د دغه هېواد پر مسلمان مېشتو سیمو کې دې عملیات پای ته ورسوي.
ښاغلي ګوترش زیاته کړه:«اوسنی بحران د اګست له ۲۰ مې وروسته په روهنګیايانو عملیات بد حالته رسېدلي دي زه بیا هم دغه بریدونه غندم له دې وروسته حالت ډېر بیړنی وي او دا سیمه د بشري حقونو په یو ناورین بدله شوې ده.»
په دې غونډه کې امریکا متحده ایالاتونو هم د میانمار پوځ په کړنو نیوکه کړه او هغه يي د قومونو له منځه وړل وبلل.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي سفیرې نېکي هیلي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ دا وېره لرو چې د برما د چارواکو کړنه هغه څه ده چې څرګندېږي یانې یو وحشیانه عملیات دی او په دې هېواد کې د لږکیو ځپل دي برما د دیموکراتیک هېواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي اوس باید دوی ډېر خجالت وباسي.»
خو د میانمار د ملي امنیت سلاکار وايي، چې په میانمار کې قومي او نسل وژنې نشته.هغه وايي، روهنګیايي مسلمانانو له وېرې بنګلهدېش ته تښتېدلي دي.
د میانمار د ملي امنیت سلاکار یو سایونګ ټون په ډاګه کړه:«د قومونو او نسلو وژنه ستر تورونه دي باید اجازه ورنه کړل شي چې زموږ لیدلوری د احساساتو تر سیوري لاندې راشي له څېړنو وروسته باید قانون او قضا ته مخه کړو چې ایا په رخین ایالت کې نسل وژنه شته.»
په همدې حال کې د بنګلهېش چارواکي وايي، چې دغه هېواد ته د روهنګیايي کډوالو ورتګ دوام لري او هره ورځ سلګونه زره کسان بنګلهدېش ته رسېږي.
په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش سفیر معسود بن مومن وویل:«بنګلهدېش ته شاوخوا ۹۰۰ زره روهنګیايي مسلمانان راغلي دي چې په جبر سره ایستل شوي دي د میانمار د ادعاوو پر بنسټ د راخین په شمالي برخو کې زور زیاتی کم شوی نهدی یوازې بېګاه شپه ۲۰ زره نور کسان بنګلهدېش ته ورسېدل.»
دغه راز، په دې لنډه موده کې بنګلهدېش ته د روهینګايي کډوالو په ورتلو سره د دغه هېواد په بنګال خلیج کې ۱۵ کډوالو په اوبو کې د غرق کېدو له امله خپل ژوند بایللی دی.