Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه د رویټرز رپوټ په وړاندې غبرګونونه

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه د رویټرز خبري اژانس وروستی رپوټ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ناټو وايي چې د روټرز دغه رپوټ غولونکی او لار ورکوونکی دی او تراوسه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په هکله پرېکړه نه ده شوې؛ خو دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر کمزوری کوونکی بولي او له دغې ډلې غواړي چې د دوحې په هوکړه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دوحې په هوکړه لیک کې د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د بهرینو ځواکونو د حضور د دوام په تړاو د ناټو د څلورو جګپوړو چارواکو له خولې د رویټرز د رپوټ له خپرېدو وروسته ناټو وایي چې تر اوسه د بهرنیو ځواکونو د حضور په تړاو هېڅ پرېکړه نه ده شوې او تمه کېږي چې په دې تړاو د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې تر راتلونکو ۱۶ ورځو جوړېږي پرېکړه وشي.             

د ناټو ویاند اوآنا لونګسکو وايي:«په دې تړاو هېڅ پرېکړه نه ده شوې. د ناټو دفاع وزیران به د فبروري میاشتې د اولسمې او اتلسمې په غونډه کې د افغانستان په تړاو بحث وکړي»

د امریکا په ویلسن څېړنیز مرکز کې د آسیا برخې مرستیال مایکل کوګلمن وویل:«زه فکر کوم چې احتمالاً د ناټو دغه درېځ پر طالبانو د فشار راوستلو په موخه دی او غوښتې یې دي چې طالبانو ته دا پيغام ورسوي چې ناټو په مشخص لوري په حرکت کې ده او غواړي له  مۍ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې خپل سرتېري وساتي. دویم دا چې ناټو غواړي د جوبایډن پر حکومت هم چې اوس مهال د دوحې د هوکړه لیک د څېړلو په حال کې دی فشار راوالي دا یو مناسب غوراوی دی چې له مۍ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې سرتېري وساتي.»

  خو هغه څه چې مهم دي دا دي چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت به څه ډول دریځ غوره کړي.             

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«نړیواله ټولنه او زموږ ستراټېژیک همکاران له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې دوام ته ژمن دي.»

د ناټو ویاند له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالي ودروي، ځکه د هغه په پاور د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر کمزوری کوي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د رژیم سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف څرګندوي:«فکر کوم چې حضور یې د جګړې او د جګړې د دوام لامل کېږي نه د امریکا په ګټه دی او نه هم د کوم بل چا په ګټه، اوس سوله یوه اړتیا ده.»

خو طالبان د اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو د وروستۍ ګډې اعلامیې په غبرګون کې د دوحې د هوکړه لیک پلي کېدو ته نغوته کوي او وایي چې که دغه هوکړه لیک ته پاملرنه ونه شي او د جګړې او د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره پلمې ولټول شي؛ دا ډله به له خپل هېواد خپلو ارزښتونو او حقونو دفاع وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«که چېرې څوک د دوحې هوکړه په پام کې ونه نیسي او د جګړې د دوام او د ښکېلاک د غځولو لپاره پلمې وپلټي، نو د افغانستان مجاهد ملت لکه څرنګه چې یې د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې ده له ارزښتونو، خاورې، هېواد او له خپلو حقونو په مېړانه دفاع کولای شي.»

په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق هم زیاتوي:«د دې پلوی یم چې همدا مذاکرات او له یوې رڼې پروسې د نړیوالې ټولې ملاتړ د حل لار ده.»

امریکا متحده یاالتونه په داسې حال کې د دوحې تړون ارزوي چې د طالبانو پلاوی د خبرو لپاره ایران او روسیې ته چې د امریکا دوه سیالان دي؛ تللی دی. په داسې حال کې چې د ایران په سپاه پاسداران پورې اړوند تسنیم خبري آژانس د ملاعبدالغني برابر او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې په تړاو یوه رپوټ کې ویلي دي چې ښاغلي ظریف له یوه پراخ بنسټ اسلامي حکومته ملاتړ کړی دی؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند او دغه راز طالبانو دا رپوټ رد کړی دی.

د نړیوالو چارو شنونکی ډاکټر میرویس غیاثي څرګندوي:«دوی د هغو ځینو امتیازونو د لېرې کولو له امله چې د ټرمپ له خوا ورکړل شوي وو، دغو سفرونو ته مخه کړه.»

د سولې مذاکراتو د دویم پړاو په څنډو کې دا ټولې پېښې په داسې حال کې کېږي چې له پنځلسو ورځو راهیسې د دواړو لوري مرکچي پلاویو کومه غونډه نه ده کړې.

شریک یي کړئ