په برېټانیا کې د یوه خیریه بنسټ ویاند تېره ورځ (شنبې) د سرپرست حکومت له لوري د درېیو برېتانویانو د نیولو خبر ورکوي.
په برېټانیا کې د خیریه بنسټ ویاند سکاټ ریچاډز وایي، چې دغه نیول شوي برېټانیوي وګړي د غلط فهمۍ له امله نیول شوي او دمګړۍ روغ رمټ دي.
ښاغلي ریچاردز په دې هکله وویل:«موږ باور لرو چې هغوی روغ رمټ دي او ښه چلند ورسره کېږي. موږ هېڅ داسې دلیل نه لرو، چې باور وکړو، هغوی د شکنجې په څېر له کوم منفي چلند سره مخ شوي وي او موږ ته ویل شوي، چې د هغوی روغتیا له تمې سره سم ښه ده.»
د برېټانیا د ځينو رسنیو د رپوټ له مخې، د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې هڅه کوي، له دغو برېټانویانو سره کونسلي اړیکې تضمین کړي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو زوارت په اعلامیه کې راغلي:«موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې له نیول شویو برېټانویانو سره کونسلي اړیکې تضمین کړو او د هغوی د کورنیو ملاتړ وکړو.
بل خوا، د سیاسي او نظامي چارو ځینې شنونکي د بهرنیو وګړو د نیولو په تړاو داسې نظر لري.
د نظامي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار څرګندوي:«کهچېرې بهرني وګړي تر څار لاندې دي طبعاً د اوسني حاکمیت د اصولو پر بنسټ دی. ځکه هر هېواد د خپلو ګټو پر بنسټ قوانین تطبیق کوي او کهچېرې بهرنیان هېواد ته راغلي حتماً کومه ستونزه یې لرله چې په بند کې دي.»
د سیاسي چارو شنونکی ولي فروزان وویل:«شتونې ده چې په سفارتونو کې ځينې کسان د حکومتونو استخباراتو ته کار وکړي د سفارتونو څخه پرته نور په هېڅ ځای کې جاسوس نه وي.»
خو اسلامي امارت تر اوسه د دغو درېیو برېټانویانو د نیولو په تړاو نظر نه دی څرګند کړی. تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي دي، په دې هڅه کې دي، چې هغه څو تنه امریکایان خوشي کړي، چې د اسلامي امارت په بند کې دي.
په دې اړه مو اندونه