Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پروان کې د وسله‌والو غلو د یوې ډلې نیول کېدل

د پروان امنیتي چارواکي په‌دې ولایت کې د وسله‌والو غلو د یوې ډلې له نیول کېدو خبر ورکوي.

د چارواکو په خبره، دا ۱۲ کسیزه ډله چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو له لیکو ایستل شوې وه، د اسلامي امارت له نوم او وسلې په ګټنې یې موټر او د خلکو کورونه لوټل.

د پروان د امنیې قومندان عزیزالله عمر وايي: «دې کسانو له پوځي لباس لویو وېښتو او له پخوانیو کارټونو سره چې د چارواکو له لوري ورته مخکې ورکړل شوي وو، دغو کسانو غوښتل له‌دې ناوړه ګټه پورته کړي، لاره ونیسي او د خلکو کورونو ته دننه شي.»

د پروان یو اوسېدونکی وایي، دغو کسانو درې ورځې مخکې د چاریکار ښار په ګڼه ګوڼه کې د ده موټر غلا کړی وو.

د پروان اوسېدونکی مطیع الله زیاتوي: «د چاریکار څلورلارې ته څېرمه په دولتي روغتو کې له موټره پنځه دقیقې وم چې کله راغلم موټر مې نه و.»

د پروان اوسېدونکی ادریس وايي: «موټر مې ورک شوی دی، قومندان په جریان کې دی او پیدا دې کړي.»

په همدې حال کې د پروان یو شمېر نور اوسېدونکي له امنیتي مسوولینو غواړي د هغو کسانو مخنیوی وکړي چې د اسلامي امارت له نوم څخه په استفادې د ښاري نظم د ګډوډېدو او د خلکو د زورونې لامل ګرځي.

د پروان اوسېدونکی محمد ضمیر وايي: «د اسلامي امارت له نومه ناوړه ګټه پورته کېږي، خلک چې په بېلابېلو نومونو ځورول کېږي، باید مخه یې ونیول شي.»

د پروان اوسېدونکی عبدالله زیاتوي: «له کله نه چې اسلامي امارت راغلی کاروبار ښه شوی، خو امنیت ته ډېره اړتیا لرو.»

په پروان کې دغه وسله‌وال غله داسې مهال نیول کېږي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا، د تېرو څو شپو پرمهال دغو کسانو د اسلامي امارت د ځواکونو د نوم په استفادې او د پلټنې په پلمه، د خلکو کورونو ته ورتلل او پېسې و سره زر یې له ځانه سره وړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه