Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د جګړې لپاره بهر ته د کسانو تلل باید د ا.ا د مشر د فرمان پر بنسټ وي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت مشر په پاکستان کې د جګړې پر ضد فرمان نه دی ورکړی؛ خو د سرپرست حکومت دارالافتا فتوا ورکړې چې په نورو هېوادونو کې جګړه باید د اسلامي امارت د فرمان پر بنسټ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې ځينې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی وو چې د اسلامي امارت مشر په پاکستان کې د جګړې په تړاو فرمان ورکړی دی؛ خو د اسلامي امارت ویاند اوس دغه راپورونه او څرګندونې ردوي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، نورو هېوادونو جګړه باید د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ ترسره شي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«دا څرګنده ده او دا شرعي حکم دی چې د اسلامي امارت د دارالافتا له خوا مطرحه شوی، نه د امیرالمومنین له خوا، بلکې دارالافتا د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کړې چې د جګړې لپاره بهر ته تللو ته جهاد نه ویل کېږي او په داسې حالاتو کې د امیر حکم او امر یا د مسلمانانو له امیر څخه اجازه اخیستل اړین دي.»

له دې سره هم‌مهاله مفتي عبدالرووف چې په اسلامي امارت کې یو له نفوذ لرونکو کسانو څخه دی، په یوه ویډیو کې وايي، افغانان له هېواده بهر د جهاد مسوولیت نه‌لري.

مفتي عبدالرووف الاطمینان ویلي:«د افغانستان په خلکو باندې مطلق د بل مملکت جهاد نشته، دا ماده د شریعت موافقه ده چې طالبانو دا پرېکړه په خارج کې وکړه، که هر څه د علماوو ګومانونه بلې خوا ته وو، دا کتابونه دې وګوري موږ به حوالې ورته ذکر کړو، نو پر افرادو باندې جهاد نشته، ولې نه تسوا د قدر دی، امیر هم ځينې خلاص دی، تسوا د قدر چې نشته نو په امیر باندې هم جهاد فرض نه شو.»

د پاکستان د جماعت اسلامي حزب مشر بیا، د هغه څه چې په پاکستان کې د جګړې په تړاو د اسلامي امارت فتوا ګڼي، هر کلی کړی دی.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق وویلي:«د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو د رهبر مولوي هبت الله اخندزاده فتوا د ستاینې وړ ده. په افغانستان کې امنیت ټینګښت لپاره لازمه ده چې په پاکستان کې هم باید امنیت وي. په دواړو هېوادونو کې د خلکو هوساینه او د سیمې پراختیا پر سولې مشروطه ده.»

د سیاسي چارو شنوونکي واحد فقیري وايي:«افغانان باید د نورو خلکو په داخلي چارو کې هېڅ کله هم مداخله ونه‌کړي؛ خو د پاکستان په برخه کې باید ووایم چې د پاکستان ستونزې کورنۍ دي، پاکستان له اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحران په غېږ کې راګیر دی.»

تر دې مخکې، ځينې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د اسلامي امارت مشر په یوه فرمان کې چې، د سرپرست حکومت لوړپوړي چارواکي یې څرګندول کول نه غواړي، په پاکستان کې جګړه ناجایزه بللې ده.

یو شمېر پاکستاني چارواکو بیا د دغه راپور له خپرېدو وروسته د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله اخندزاده غوښتي و چې د پاکستان حکومت پر ضد د جګړې په تړاو څرګنده فتوا ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه