Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپرست حکومت له چارواکو سره د برېټانیا د دیني علماوو د پلاوي لیده کاته

کابل ته د برېټانیا د دیني عالمانو راغلي پلاوي د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهې عن المنکر او عدلیې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي چې د دغه وزارت سرپرست خالد حنفي په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت د وینا او کړنې پر یووالي ټينګار کړی او د اسلامي امارت په وړاندې د رسنیو تبلیغات ناسم بللي دي.

عاکف مهاجر طلوع‌نیوز ته وویل:«دغو علماوو مهم هدف چې ښوده هغوی ویل چې موږ په افغانستان کې دننه د اسلامي نظام تصویر په خپله ووینوو، له هغه څیز څخه متاثره نه شوو چې بهر کې خلک څه وايي او اوس چې دلته موږ راغلو دا مو درک کړه چې بهرنی تصویر او داخلي تصویر دا ډېر توپیر لري.»

د دیني عالمانو دغه پلاوي د عدلیې وزارت له ځينو چارواکو سره هم کتلي دي. 

په دغې لیدنه کې د عدلیې وزارت سرپرست ویلي چې د نړۍ ټول مسلمانان سره وروڼه دي او مسوولیت لري چې په افغانستان کې د اسلامي مارت د نظام ملاتړ وکړي. 

د سیاسي چارو شنوونکی فضل هادي وزین طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز لرې کړل شي. د دغه بندیز دوام د افغانستان د نن او سبا لپاره ستر ناورین کېدای شي.»
 
د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الله جامع وايي:«له نړۍ سره تعامل د افغانستان او نړۍ ترمنځ د رسمي اړیکو د باب خلاصېدل، دا په کور دننه پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري او ورته مهال له افغانستان څخه بهر هم له سیمې او نړۍ سره یوه نږدې، ژور او پر افغان ګټو ولاړ، قناعت ورکوونکي تعامل او ټپلوماسۍ ته اړتیا لري.»  

تر دې وړاندې هم د ۱۴۰۱ کال د زمري په اوومه د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی او ورپسې د همدغه کال په لړم میاشت کې د ترکیې د دیني عالمانو یو پلاوی هېواد ته راغلی و او د اسلامي امارت له یو ځينو چارواکو سره یې د نجونو د زده کړو، بشري ناورین او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په تړاو خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه