د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د اته اویایمې غونډه له پېلېدو سره هممهاله اسلامي امارت وايي تمه لري چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لېرې کړل شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې په دا ډول غونډو کې باید د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو هم یادونه وشي.
بلال کریمي طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان واقعیتونه چې پرمختګ شوی او لاستهراوړنې لرو، په ځانګړې تګه د امنیت او اقتصاد په برخو کې، باید هغوی دغه واقعیتونه درک کړي او د بندیزونو د لېرې کولو او د ډيپلوماټيکو اړیکو د ټينګښت لپاره باید مکلفیتونه او مسوولیتونه ایفا کړي.»
بلخوا، د سیاسي چارو ځیني شنوونکي پر دې باور دي کهچېرې اسلامي امارت او نړۍ د يو بل غوښتنو ته غاړه کېږدي، اوسنۍ ستونزې به حل شي.
د سیاسي چارو شنوونکی فضل الرحمن اوریا په دې هکله وايي:«اړتیا ده چې د افغانستان خلک او افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان په غونډو کې خپل اصلي ځای ځایګی ترلاس کړي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ویلي و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مسئله یوه له هغو مسایلو ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اته اویایمه مه غونډه کې به پرې بحث وشي.
تمه کېږي چې د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۸مې سرمشریزه کې چې نن (د سپټمبر په ۱۸مه) پېلېږي، ګډون وکړي.
په دې اړه مو اندونه