Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولیز امنیت د تړون سازمان: د غړو هېوادونو لپاره د افغانستان شمال ګواښ دی

د ټولیز امنیت د تړون د سازمان لوی درستیز ادعا کړې چې د افغانستان شمالي سیمې د دغه سازمان غړو هېوادونو ته ګواښ ګڼل کیږي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه سازمان د غړو په حواله راپور ورکړی چې ټولیز امنیت د تړون سازمان د لوی درستیزانو د کمېټې غړي په دې تړاو خبرې کوي چې له افغان خاورې د پیښېدونکي ګواښ مخنیوی څه ډول وکړي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان لوی درستیز،  جنرال اناتولي سېدروف ویلي: « افغانستان د اوسنۍ ادارې تر حاکمیت لاندې اوس هم شمالي سیمو ته چې د ټولیز امنیت د سازمان غړو هېوادونو سره ګډه پولي لري، ګواښ شمېرل کیږي، نو د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کېدونکي دي. تر ننه، د افغانستان له خاورې د پوځي امنیت یا پوځي ګواښ په برخه کې کومه بنسټیزه ستونزه نشته خو ورسره دې ته هم زموږ پام دی چې د افغانستان پر ټوله خاوره د اوسني حکومت د رهبر بشپړ کنټرول نشته دی.»

خو اسلامي امارت د دغې ادعا په ردولو سره وايي، د افغانستان شمالي سیمې تر ټولو زیاتې امنې دي او ډاډ ورکوي چې له افغان خاورې به هیڅ هېواد ته ګواښ پیښ نه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو طلوع نیوز ته وویل: « هر اړخیزه ډاډ شته چې د افغانستان ټوله خاوره د افغانستان د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده او دوهمه دا چې ټول افغانستان امن دی او هیڅ څوک او هیڅ ډله چې وسله وال یا هم خپل سرې اوسي او د افغانستان خاوره وګواښوي او یا د افغانستان له  خاروې اندېښنې را منځ ته کړي نشته.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د اندیښنو لرې کولو لپاره د امنیت د ټینګښت په موخه لا زیاته هڅه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر وویل: « د افغانستان په تړاو دایرېدونکی غونډې له شک پرته د افغانستان د خلکو په ګټه دي او هر څوک د خپل هېواد د ګټو په لټه کې دي او په تمه دي چې افغانستان د کوم بلاک سره یوځای کیږي.»

د سیاسي چارو شنونکي، محمد زلمی افغانیار هم څرګنده کړه: « د دغه ډول اندېښنو څرګندونې سیاسي لوبې دي او د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه اوس هم کوربه دي چې په افغانستان کې حکومت حاکم شي.».»

نړۍوالو بیا بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو اندېښنې څرګندې کړي خو اسلامي امارت بیا ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په وړاندې ونه کارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه