Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېلر: افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په هکله اندېښمن یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغې څه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او د هغوی د فعالیتونو ځواکمنېدل بولي؛ اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر په یوې خبري ناسته کې وايي له اسلامي امارته غوښتي چې د ترهګرو پر مرکز د افغانستان د بدلېدو مخنیوی دې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د ظرفیت او وړتیا په اړه اندېښمن یو. موږ دا په ډاګه کړې چې د ترهګریرۍ پر وړاندې د فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا ساتو او له شک پرته موږ تمه لرو، طالبان پرې‌نږدي، چې د تېر په څېر افغانستان د ترهګرو په ځالې بدل شي.»

خو تر دې مخکې اسلامي امارت په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار يې کړی چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د پوځي چارو شنوونکي محمد متین محمدخېل په دې هکله وویل:«اسلامي امارت ته په کار ده، چې د خپل متوازن سیاست په مټ ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې وساتي او که چېرته هغوی د ترهګرۍ او نورو مسایلو په اړه اندېښنې درلودې، نو له اسلامي امارت سره دې یې مخامخ شریکې کړي.»

د پوځي چارو شنوونکی احمد خان اندړ هم وايي:«د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې بشپړ امنیت راغلی او د اسلامي امارت ځواکونو په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، هغه ادعا چې اسلامي امارت تل بې بنسټه بللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه