Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا له اسلامي امارته غوښتي چې د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي کړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، هیله من دي چې اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو په خپلو کړو ژمنو ودریږي.

د دغه وزارت ویاند، میتیو مېلر په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د امریکا له شتون پرته، واشنګټن بیا هم ټول وضعیت څاري.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر و ویل: «زه وایم چې موږ اوس هم طالبانو ته دا روښانه کول غواړو چې هغوی د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې کړې دي او تمه مو دا ده چې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي. موږ د خپل حضور پرته هم په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د او د وضعیت د څارنې لپاره خپل څار دوامداره ساتو.»

اسلامي امارت بیا وايي، په دې تړاو اوس هم خپلو ژمنو ته پابند دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته داسې وایي: «دا د اسلامي امارت سټراټیژي ده لکه څنګه چې ژمنه شوې ده د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي، دا هم سټراټیژي ده او هم ژمنه. دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته او څوک ډې له دې اړخه اندېښنه نه کوي.»

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون د نشتوالي لپاره د تېر پر تله لا زیاته هڅه وکړي.

د نظامي چارو شنونکي سرور نیازي و ویل: « پر افغانستان د لګېدونکو تورونو د له منځه وړلو لپاره به دا اړینه وي چې د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو یوه ګډه کمیټه جوړه شي او د ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي او لارو چارو پکې بحث وشي او دې برخه کې همکاري او همغږي رامنځته شي.»

د پوهنتون استاد عبدالواحد حکیمي و ویل: « د دې لپاره چې اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو باور ترلاسه کړي او له هغوی سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي باید د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا کار وکړي.»

تر دې مخکې امریکا ادعا کړې وه چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د یوه برید په ترڅ کې وژل شوی دی خو په دې تړاو یې هیڅ ډول شواهد نه دي خپاره کړي.

اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی دی چې داسې کوم شواهد نشته چې ایمن الظواهري دې په کابل کې وژل شوی وي.

میتیو مېلر په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د امریکا له شتون پرته، واشنګټن بیا هم ټول وضعیت څاري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه