کورنیو چارو وزارت د کوچني اختر په ورځو کې د ځانګړو تابیاوو له نیولو سره په ټول هېواد کې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، هېچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د هېوادوالو امنیت ګډوډ کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اختر په ورځو کې د ځانګړو تابیاوو په هکله وویل:«تر هغې کچې چې اړتیا ده، انشاالله په ټولو ولایتونو کې، له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې، په جوماتونو، تفریحځایونو او د خلکو د راغونډېدو په ځایونو کې، زموږ ځواکونه ګومارل شوي او ګومارل کېږي. ټولو ته ډاډ ورکوو چې امنیت به تامین وي.»
د کابل امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال محمد شاکر سعد هم وايي:«له ټولو هېوادوالو غواړو چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکار وي. د هېوادوالو د غوره امنیت د تامین لپاره، له پټاقیو او نورو کړنو چې د خلکو د ناارامۍ لامل کېږي ډډه وکړي.»
ځينې هېوادوال له امنیتي سکټورونو غواړي، چې د اختر په ورځو کې د خلکو بشپړ امنیت تامین کړي.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالرحمان وویل:«امنیتي ځواکونه مکلف دي چې د خلکو امنیت تامین کړي چې د خلکو د اختر په خوشحالیو کې غم او ناارامي رامنځته نهشي.»
د پوځي چارو ځیني شنوونکي د امنیت تامین په برخه کې د هېوادوالو امنیت ساتنه د حکومت له مهمو مسوولیتونو څخه ګڼي.
د پوځي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي طلوعنیوز ته وايي:«د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت له مهمو مسوولیتونو څخه دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«ټول امنیتي بنسټونه دې یو ګډ کمېسیون جوړ کړي څو وکړای شي د هغو ځایونو امنیت تامین کړي چې د اختر لمونځ په کې ادا کېږي او همدارنګه د تفریحي ځایونو چې خلک په کې اختر لمانځي. او د تلاشۍ تمځایونه دې زیات کړي او خلک دې په دوامداره توګه تلاشي کړي، څو دښمنان ونهشي کړای چې خلکو ته زیان ورسوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د اختر په ورځو کې په هېواد کې د هوايي ډزو، په ماشومانو د وسلو له پلورلو هېوادوالو شکایتونه کړي او تل يې له امنیتي مسوولانو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه