Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر لومړۍ ورځ؛ پر یووالي د پلازمېنې د اوسېدونکو ټینګار

په کابل او ولایتونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ، د امنیت په فضا کې تېره شوه.

د کابل عیدګاه جومات کې د پلازمېنې ګڼ شمېر اوسېدونکي د اختر د لمانځه د ادا کولو په موخه ورځي.

په کابل کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ونمانځل شوه.

د کابل اوسېدونکي، بیدار ځاځي  په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: «د اختر لمونځ مو وکړ او هیله لرو چې په افغانستان کې تل سوله وي او همدا راز خوشالي او امنیت وي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي، منیر و ویل: «له هېوادوالو مې غوښتنه دا ده چې ولایتونو ته سفر وکړي. چکر و وهي، ځکه ډیر ښه اختر دی او هر ولایت کې امنیت دی.»

يو شمېر نورهېوادوال د اختر لومړۍ ورځ د ټولو هېوادوالو ترمنځ د يووالي او همپالنې لپاره مهمه ګڼي.

د کابل اوسېدونکي، محمد امین و ویل: «حوصله وکړي او خپلې خویندې او وروڼو په غېږ کې ونیسي. د یوه او بل کورونو ته ورشي او څوک چې ستونزې لري، د ستونزو پوښتنه یې وکړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، عصمت الله وايي: «خدای دې ټولو مسلمانانو ته توفیق ورکړي چې له یوه بل سره همداسې ارام ژوند وکړي او له دښمنیو لاس واخلي.»

اختر یو له هغو اسلامي جشنونو دی چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د مسلمانانو لخوا په کال کې دوه ځلي یانې د لوی اختر او کوچني اختر په ورځو کې نمانځل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه