Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د اختر لمونځ ادا شو

 په ارګ کې د اختر په لمانځه کې د اسلامي امارت بېلابېلو چارواکو ګډون کړی وو.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اختر له لمانځه مخکې په خپله وینا کې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د سیاسي مخالفینو لمنځه وړل ردوي.

د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا، په هېواد کې د بښنې فرمان اجرایي دی او له همدې امله اسلامي امارت پر خپلو سیاسي مخالفینو کار نه لري.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، نور محمد ثاقب و ویل: د ملل متحد راپور خپور شوی دی چې په اصطلاح اسلامي امارت یا د دوی په وینا طالبانو خپل سیاسي مخالفین و وژل، په فلاني ځای کې واقعه شوې، دا ټول پرپاګند دی.

ښاغلي ثاقب د خپلو خبرو په بله برخه کې د اداري فساد، د سرحدونو د مدیریت او د افغانستان د وېش او نورو مسایلو په برخه کې د تېر حکومت نیمګړتیاوو هم اشاره وکړه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپله وینا کې د مسلمانانو ترمنځ یووالی مهم وباله.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر و ویل: د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايو، الله پاک دې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اتحاد او اتفاق وس او طاقت ورکړي

بل پلو د رییس الوزرا د عمومي دفتر رییس په یوې وینا کې په بهر کې له میشتو هېوادوالو وغوښتل چې بیرته هیواد ته راستانه شي.

د ریاست الوزرا د عمومي دفتر رییس، عبدالواسیع خادم و ویل: په هېواد کې دننه او له هېواده بهر له ټولو هېوادوالو مې غوښتنه دا ده، چې راځئ موجوده حالت فرصت وګڼو او په هېواد کې راغلی ثبات، سرتاسري امنیت او اخوت او د هېواد د ابادۍ لپاره اماده شوی حالت په هر اړخیزو هڅو سره حمایه کړو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي بیا و ویل: موږ به په راتلونکي یو متعالي افغانستان او یو داسې افغانستان چې پرمختللی وي او په دې سیمه کې له ټولو سره ښې اړیکې وساتي، ولرو.

د اسلامي امارت رییس الوزرا په خپل پيغام کې د هېواد له پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په خرابو اقتصادي شرايطو کې له اړو او بې سرپرسته کورنيو سره همکاري وکړي .

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، په هېواد کې د بښنې فرمان اجرایي دی او له همدې امله اسلامي امارت پر خپلو سیاسي مخالفینو کار نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه