Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې یو سړی د ۲۶ ماشومانو له لرلو سره د څلورم واده لپاره چمتووالی نیسي

هرات کې ۵۲ کلن احمد له ۲۶ اولادونو او ۱۸ لمسیانو سره په خپله سیمه کې یې تر ټولو لویه کورنۍ رامنځته کړې ده.

هغه درې مېرمنې لري او د هرات په کشک رباط سنکي ولسوالۍ کې ژوند کوي.

هغه د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«له اولادونو مې چې کومه شپه یو یا دوه تنه یې نه‌وي، هېڅ په ارامه نه‌شم ویده کېدای. هر څومره چې هغوی ډېر شور ماشور وکړي، هومره خوند راکوي چې په منځ کې یې کېنم. ځينې خلک راته وايي دومره ماشومان لرې چې کور تې لکه د وادونو هوټل دی. یو مېلمه راغلی و او کله چې موږ ټول یې په دسترخوان ولیدو وې ویل احساس کوم چې په تالار کې یم.»

احمد له خپلو بچیانو سره دلته د هرات کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې نانوایي لري. ځینې اولادونه یې خیاطان دي او ځینې نور یې هم پر فلزکارۍ بوخت دي.

هغه زیاته کړه:«د الله(ج) په هیله خوښېږي مې چې ډېر ماشومان ولرم. څو کاله مې مخنیوی وکړ، که نه اوس به ۷۰ تر ۸۰ اولادونه مې لرل.»

د احمد د کورنۍ ټول غړي، په یوه لوی کور کې ژوند کوي. د هغه درېیو اولادونو ودونه کړي او څلور نور یې کوژدن دي. د احمد ځینې اولادونه وایي، کورنۍ کې پرته له کوم مخالفت او جنجال په خورا خوشحالۍ ژوند کوي.

د احمد زوی وحید احمد وویل:«زموږ ترمنځ هېڅ فرق نشته چې کوم یو له کومې مور دی او کوم یو د بلې مور دی. موږ ټول تر یوه چت لاندې په یوه کور کې ژوند کوو. دا چې شپې او ورځې سره یوځای تېر وو ډېر د خوشحالۍ احساس کوم.»

د احمد بل زوی میثم هم وايي:«کله چې مېلې ته ځوو یا په یوه دسترخوان ناست یو، ډېر خوند راکوي. همدرانګه کله چې یوځای سره د خپلوانو کور ته ځوو، خوشحاله یو.»

د دغې کورنۍ ماشومان پرته له دې چې له کوره د باندې ووځي، له خپلو وروڼو او خویندو سره لوبې کوي.

د احمد لور زینب وویل:«له خپلو وړو خویندو او وروڼو سره لوبې کوو او خپل ساعت تېروو. سره ښوونځي ته ځوو او کله چې له ښوونځي رخصت کېږو، په ګډه سره د کور کار کوو.»

د احمد لمسۍ عذرا هم وايي:«د شپې په یوه دسترخوان سره ډوډۍ خورو او موږ ماشومان سره لوبې کوو. دا ډېر خوند راکوي.»

احمد خپل اولادونه د نانوایۍ په عوایدو را لوی کړي دي. اوس یې دا کسب ځینو اولادونو ته پاتې دی.

احمد همدارنګه ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکو اوونیو کې د څلورم ځل لپاره واده وکړي.

د احمد ځینې اولادونه وایي، کورنۍ کې پرته له کوم مخالفت او جنجال په خورا خوشحالۍ ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه