Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: تېر کال نږدې ۲۰ زره ماشومان له ایرانه را اېستل شوي دي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وایي، تېر کال له ایرانه څه د پاسه شل زره افغان ماشومان را ایستل شوي دي.

دوی وایي، دغه بې سرپرسته ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله په ناقانونه لار ایران ته تللي وو.

د نیمروز د کډوالو ریاست د سرحدي چارو امر، محمد هارون واحدي وویل: « هره ورځ شاوخوا ۳۰ یا ۴۰ بې سرپرسته ماشومان له ایرانه نیمروز ته راګرځول کیږي. تېر کال ۲۰زره ماشومان را اېستل شوي زموږ سره ثبت دي او په ابرېشم پل کې همکار بنسټونه په روغتیایې، لېږد او نورو برخو کې له دوی سره همکاري کوي.»

دوولس کلن عتیق الله چې تازه له ایرانه نیمروز ته را ګرځول شوی، وایي کورنۍ یې په ایران کې ده او د دغه هېواد پولیسو نوموړی له کورنۍ جلا کړی او هېواد ته یې راشړلی دی.

عتیق الله طلوع‌نیوز ته وویل: « ستونزو له امله کار لپاره ایران ته لاړم، په یوه نانوایي کې مې کار کاوه او هره ورځ یې څلور یا شپږ ډوډۍ راکولې. مکتب مې ویلو خو له مجبورۍ مې پرېښود او ایران ته لاړم، په کور کې راسره پلار، مور او یو وړوکی ورور مې ژوند کوي.»

له ایرانه را ایستل شوي، محمد هم وویل: « ایران ته په لاره یې ونیولم، غوښتل مې د کار لپاره لاړ شم، خو ویې نیولم او افغانستان ته یې راولیږدولم، اوس پیسې نه لرم او نه پوهیږم څه وکړم.»

د ډېرو دغو ماشومانو کورنۍ چې په ایران کې پاتي وایي، افغانستان کې څوک نه لري او نه پوهېږي، چېرته لاړ شي.

له ایرانه ار اېستل شوي ماشوم، زبېر وویل: « د ستونزو له امله ایران ته لاړم، پیسې مې نه لرلې مجبور وو، چې کار وکړو، خو ایراني حکومت ونیولم او له ملګرو ملتونو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي.»

یو بل را کرځول شوی ماشوم، مومن هم وویل: « له حکومت او ملګرو ملتونو غواړو چې له موږ سره مالي مرسته وکړي څو تر خپل کوره ورسېږو.»

د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو ریاست امر، علاوالدین امیري وویل: « په تېر یوه کال کې مو وکولای شول له ایرانه نږدې ۳زره را ایستل شوي ماشومان په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو کورونو ته ولېږدوو.»

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وایي، هره ورځ له شلو تر دېرشو ماشومان له ایران څخه هېواد ته را ایستل کېږي. د ډېریو دغو ماشومانو کورنۍ په ایران کې ژوند کوي او دا مهال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه