Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آسټرالیا له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ

په کابل کې د آسټرالیا سفیر، ریچارډ فیکس وايي، افغانستان ته د دې هېواد لومړي وزیر، تورنبل تر سفر وروسته د مرستو کچه زیاته شي.

د آسټرالیا لومړی وزیر تېره اوونۍ کابل ته راغلی وه د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې خبرې اترې درلودې.

د آسټرالیا سفیر وايي:«موږ دلته څلورمه لوی پراختیايي پروګرام لرو چې تمرکز یې پر ښځو، روزنې، دکروندګرو ظرفیتونو لوړوالی او هغو کسانو سره مرسته چې زیانمنونکي دي.»

ټاکل شوې ده چې اسټرالیا تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې پورې له افغانستان سره ۳۲۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

ښاغلی فیکس زیاتوي:«تاسو داسې ستونزې لرئ چې آسټرالیا یې هم لری. پر وچې ځمکې کرنه یوه ستونزه ده. خو له بلې خوا سرچنې او کانونه لرئ، لکه آسټرالیا ځکه فکر کوم چې د همکاریو زمینه زیاته ده.»

ولسمشر غني آسټرالیا ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هېواد سره د پراختیايي مرستو او کانونو ویستنې په برخه کې هوکړې لاسلیک کړې.

د قتصاد وزارت ویاند، سهراب بهمن وايي:«اسټرالیا له هغو هېوادونو دی چې د کانونو ویستنې په برخه کې لوی لاس لري. د دوی تجربې کولی شي چې افغانستان د کانونو په برخه کې مرسته وکړي.»

د آسټرالیا د مرستو یوه برخه په پوځي برخه کې ده چې لا هم په افغانستان کې ۲۱۷ سرتېري لري او ډېر شمېر یې په کابل او کندهار کې فعالیت کوي.
 
په کابل کې د آسټرالیا سفیر وايي چې ښايي افغانستان ته د دې هېواد سفیر تر سفر وروسته دمرستو کچه زیاته شي، او کابل هم د کانونو په برخه کې د آسټرالیا مرستو ته خوښ ښکاري

شریک یي کړئ