د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وایي چې د کندهار د والي د مېلمستون په چاودنه کې بهرني لاسونه دخیل دي او په دې پېښه کې کار اخیستل شوي چاودېدونکي توکي له بهر څخه رالېږدول شوي دي.
ښاغلی اتمر د دې پېښې او په کابل کې د ځانمرګو بریدونو په مخنیوي کې تېروتنې مني.
ښاغلي اتمر وویل:«د داسې یو دښمن کار دی چې له هغه سره د بهرنی لاس دی.هغه چاودېدونکي توکي چې په دغه چاودنه کې ترې کاراخیستل شوی په افغانستان کې نه تولېدېږي،بلکې له بهر څخه هېواد ته راوړل شوي دي.»
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه:«دا چې هغوی (ترهګرو)ځانونه دغه مېلمستون ته رسولي او چاودېدونکي توکي یې ځای پر ځای کړي،یو ډېره خبره ده چې د څېړنو پر مهال باید ځواب یې پیدا شي.»
د کندهاریانو ناراحتي
محمد داوود چې په کندهار ښار کې موټر چلوونکي دي.او د دې پېښي له امله يي اوښکي بهېږي.نوموړي چي د یما قریشي کورنۍ يي تر هوايي ډګره رسولي وه، وايي چې تر هغې دمې لا د ښاغلي یما قریشي کورنۍ د نوموړي له وژل کېدو څخه نا خبره وه.
هغه وايي:«نور نو بس ده.هېڅ لوری نهشي کولای د جګړې له لارې بریالی شي.له سولې څخه پرته به دا شان جنګونه دوام وکړي.»
د عربي متحده اماراتو سفیر له افغان چارواکو سره د یوه روزنتون د بنسټ د ډبرې د اېښودو لپاره د کندهار ښار ته تللي وو؛هغه ځای چې د ۶۰۰ کندهاري یتیمانو لپاره به سرپناه کېده.خو له هغې وروسته د والي مېلمستون ته ولاړل،چې هلته چاودنه وشوه او د هغوی ۱۱ تنه ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.