آسټرالیایي رسنیو د چهارشنبې راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د دې هېواد برمته شوې مېرمن خوشې شوې ده.
د دې راپورونو له مخې، د آسټرالیا حکومت ویلي دي چې یاده مېرمن تېر زیږدیز کال په نومبر میاشت کې له کابل ښار څخه تښتول شوې وه.
د آسټرالیا حکومت د دې ښځې د خوشې کېدو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
خو د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برمته شوې مېرمنې خوشې کېدو له امله د افغان چارواکو هڅې ستایلي دي.
برمته شوې مېرمنې له یوه غیر دولتي بنسټ سره کار کاوه.