د لوګر ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې ۱۱ وسلهوال چچیني وګړي نیولي دي.
د لوګر د والي د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو، ۱۱ تنه چچیني وګړي د ازرې ولسوالۍ کوزه چوتره سیمې کې نیولي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په نیول شويو ۱۱ کسانو کې ښځې ماشومان هم شته او د نیولو پر مهال ورسره، دوه راکټونه، دوه کلاشیکوفونه، یو موټر سایکل او یو ډاډسن موټر وو.
د خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شوي کسان د ننګرهار حصارک او خوږیاڼو ولسوالیو څخه د لوګر ازرې ته تللي وو.
د ننګرهار په دغو دواړو ولسوالیو کې داعش ډله فعالیت لري.
څو میاشتې وړاندې هم د لوګر څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۸ تنه چچیني وګړي نیول شوي وو.