Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوباما په افغانستان کې له داعش سره پر مبارزې ټینګار کوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي دا چې د ۸ کلونو لپاره د خپل هېواد د وسله‎والو ځواکونو سرقومندان اعلی وه په ځان ویاړي.

اوباما وویل چې په افغانستان کې د امریکا د جنګي مأموریت پای ته رسېدل یوه لاسته راوړنه ده او دم‎کړۍ په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونه شمېر له ۱۴۰ زره څخه ۱۵ زرو ته راکم شوی دی.

له دې سره سره،هغه ټینګار کوي چې امریکا له یو لړ ګواښونو سره مخ ده له همدې امله په عراق ،سوریې او افغانستان کې د داعش پر ضد سترې جګړې په مخ کې لري.

هغه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غواړي ترڅو په عراق،سوریې، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې چې د امریکا د اوسني پوځي مشرتابه له سلا مشورو څخه ګټه اخلي د ترهګرۍ له امله ګواښونو ته رسېدنه وکړي.

هغه څرګنده کړه:«طبیعي ده چې موږ په موصل،سوریې او افغانستان یعنې په هغو ځایونو کې چې  داعش ډله فعالیت لري د دغې ډلې پر ضد سترې جګړې لرو. په دغو ټولو برخو کې موږ هر هغه څه چې په توان کې لرو ترسره کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د امریکا راتلونکی ولسمشر د اوسنیو پوځي مشرتابه له عالي خدمتونو څخه چې د دغه مېز په شاوخوا کې دي،ګټه پوره کړي.»

شریک یي کړئ