Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوسني حکومت کې په دولتي ادارو کې د ښځو د ۲۰ونډې کمښت

د ښځو چارو وزارت مرستیاله وايي په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت ژمنې پر اساس باید په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه زیاته شوې وی، خو دا ونډه ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

د پروموټ پروژې یا د ښځو د وړتیاو لوړولو، د ښځو چارو وزارت د ګمارنې کمېټې او د څو نورو دولتي بنسټونو چارواکي نن (د سلواغې۲۴مه)کابل کې سره راټول شوي او په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډې خبرې وکړي.

په حکومت کې د ښځو ونډې پیاوړې کولو پروژې د دفتر رئیسه، دانایان بووین وايي:"دا د خبرو پیل دی. دا خبرې به د پروموټ اداره اوحکومت سره وکړي. موږ ژمن یوو چې د موخو لاسته راوړنو سره همکاري وکړو."

سره له دې چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې زیاتوالي په موخه د پروموټ پروژه هڅې کوي، خو بیا هم دا ونډه مخ پر کمېدو ده.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله، سپوږمۍ وردګ څرګندوي:"هغه کچه چې موږ په پام کې نیولې وه ملکي خدماتو کې د ښځو ۳۰ سلنه شتون وه، موږ ورته لا نه یوو رسېدلې. دا ونډه د ستونزو له کبله کمه شوې ده."

د ښځو زورونه، د خوندیتوب نشتوالی، په ګمارنه کې سلیقوي چلند او توپير لامل شوی چې ښځې ونه توانیږي دولتي ادارو ته لاره ومومي.

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي زیاتوي:"پالیسي او کړنلارې پیل دی، هغه کسان چې د حکومت په راس کې دي که مرسته ونکړي موږ په قوانینو اکتفا نشو کولی."

د پروموټ پروژه د ښځو پیاوړتیا په موخه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د امریکا متحده ایالاتونو نړیوالې پراختیا ادارې لخوا پیل شوه چې تر ۵ کلونو پورې به دوام وکړي.

د پروموټ پروژې یا د ښځو د وړتیاو لوړولو، د ښځو چارو وزارت د ګمارنې کمېټې او د څو نورو دولتي بنسټونو چارواکي نن ابل کې سره راټول شوي او په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډې خبرې وکړي

شریک یي کړئ